Language

پروان کې ترافيکې پېښې له پنځو تنو ژوند واخيست

کابل (پژواک ٢٣ تله ٩٣): د پروان ولايت په مرکز کې د ترافيکې پېښې له امله پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړ او يوه ښځه ټپي شوه.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا ٧ بجې د پروان د مرکز اړوند په “پل متک” سيمه کې رامنځته شوه.

هغه وويل چې يو سراچه موټر له کاپيسا کابل ته پر لاره و چې په ياده سيمه کې له سړکه ووت او چپه شو.

مموزى وايي تر اوسه د پېښې لامل نه دى څرګند.

د ده په وينا، په دې پېښه کې ټپي شوې ښځه او پنځه مړه شوي کسان چې ټول لويان نارينه او د کاپيسا ولايت اوسېدونکي دي، د پروان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ياد روغتون سرطبيب ډاکټر عبدالقاسم سنګين وايي چې د ټپي شوې ښځې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

Related Topics