محمودراقي (پژواک ٢٤ تله ٩٣): کاپیسا په مرکز محمودراقي کې د شین زرغون ګوند د پلویانو له خوا له اداري فساد سره د مبارزې په موخه یو لاریون ترسره شو.
د لاريون کوونکو په وینا، د کاپیسا په ځینو ادارو کې اداري فساد موجود دی او د دغه فساد د له منځه وړو لپاره به تل خپلو لارینونو ته ادامه ورکړي.
قاضي محمدي د یاد ګوند غړی او لاریون کوونکی وايي: ((د کاپیسا په درېيو ریاستونو کې اداري فساد شته او کله چې خلک د شهيدانو او معلولینو، د پوهنې او نفوس ثبتولو او احوالو ریاست ته ورځي، د هغوی د کارونو په اړه ترې پیسې اخیستل کېږي او د خلکو کارونه په ښه ډول نه ترسره کېږي.))
محمدي زياته کړه، له جګپوړو حکومتي چارواکو په دغو ادارو کې د سمون او اصلاح راوستو غوښتونکي یو.
لاریونو کوونکو د کاپیسا د مرکز محمودراقي او د لومړي او دویم کوهستان په ولسوالیو پر عمومي واټ سوله يیز لاریون پيل کړ او له څو ساعتونو روسته پاى ته ورسېد.
دغو لاریون کوونکو خپلې غوښتنې درلودې او ویل يې، تر څو چې د دوی غوښتنې ونه منل شي، خپل لاریونونه پای ته نه رسوي.
د کاپیسا د قوماندانۍ د امنیت امر عبادالله تلوار پژواک ته وویل: ((د دوی غوښتنې او شرطونه د ولایت مقام ته رسوو او په دې اړه موږ خپلې څېړنې کوو او اقدامات به هم وکړو.))
بلخوا د کاپیسا والي جنرال محراب الدین ساپى وايي چې د فساد پر وړاندې کلک ولاړ یو، د هغه سره جدی مبارزه کوو که چېرې د چا په اړه کوم اسناد وړاندې شوو، نو هغه کس ته به سزا ورکړل شي.
د یادونې ده، دا لومړى ځل دی په روان کال کې چې د یو حزبي ګوند له خوا د ادارو د اصلاحاتو په راوستو او د اداري فساد پر ضد لاریون په کاپیسا کې کوي.