محمودراقی (پژواک، ٢٥ تله ٩٣): چارواکي وايي، د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال اته تنه د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د کاپیسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبادالله تلوار، وايي چې وسلوالو مخالفينو ته ياده مرګ ژوبله په هغو چاڼيزو عملياتو کې اوښتې،چې له يوې اونۍ راهيسې په دې ولسوالۍ کې روان و او نن پاى ته ورسېدل.
ده وويل، چې د دې عملياتو پر مهال يو پوليس هم ټپي شوى دى.
د هغه په وينا،د عملياتو پر مهال د تګاب ځينې جنوبي او مرکزي سيمې له وسلوالو مخالفينو پاکې شوي دي.
خو د سيمې يو اوسېدونکى خيبر د يادو عملياتو په اړه وايي: ” عملیات د کمې مودې لپاره وې، د دولت مخالفین وتښتې، خو کله چې عملیات پای ته ورسې، وسلوال مخالفين بېرته راځي او خپل فعاليت کوي.”
وسلوالو طالبانو د يادو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.