کندوز (پژواک ٢٦ تله ٩٣): د کندوز ولايت امنيتي چارواکو، د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د ٣٤ وسله والو مخالفينو د وژنې او ٤٧ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړى دى.
دغه عمليات له تېرو لسو ورځو راهيسې د يادې ولسوالۍ په ګنبد، جوى بېګم، قرغز، قطربلاق او يو شمېر نورو سيمو کې د پوليسو، ملي اردو، ملي امنيت، سيمه ييزو پوليسو او د سرحدي پوليسو په ګډې همکارۍ پيل شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون مدير سمونوال محمدصفر پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغو عملياتو کې چې تېر ماښام په برياليتوب سره پاى ته ورسېدل،وسله والو مخالفينو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وويل، چې د نښتې په ترڅ کې ٣٤ وسله وال مخالفين وژل شوي، ٤٧ نور ټپيان او همدارنګه يو پوليس هم ټپي شوى، خو ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکو که څه هم له يادو عملياتو هرکلى کړى، خو وايي چې په نا امنو سيمو کې بايد د پوليسو اضافي پوستې جوړې شي.
د امام صاحب د الف بردي کلي يوه اوسېدونکي نجيب الله وويل: ” موږ د جګړې او بدبختيو له لاسه تر پزې راغلي يو، نوى حکومت بايد زموږ په سيمو کې ارامي راولي.
دغه ملکي وګړى وايي، چې له عملياتو وروسته د دوى په سيمو کې امنيتي وضعيت ښه شوى او اوسمهال خپلو ورځنيو کارونو ته په ارامه فضا کې ادامه ورکوي.
نوموړى وايي، چې امنيتي ځواکونو له دې وړاندې هم په دغو سيمو کې عمليات تر سره کړي، خو له يادو سيمو څخه د امنيتي ځواکونو له وتلو سره وسله وال مخالفين يو ځل بيا په دغو سيمو کې ځاى پر ځاى شوي دي.
خو د کندوز امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر وويل، چې د زيانمنو سيمو له پلټنې او پاکولو وروسته په يادو سيمو کې د پوليسو امنيتي پوستې جوړې او ځواکونه په کې ځاى پر ځاى شوي، څو دغو سيمو ته د وسله والو مخالفينو له راګرځېدو مخنيوى وشي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو تېره اونۍ يې په دغه ولسوالۍ کې د شپږو اربکيانو له وژل کېدو خبر ورکړى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP