غزني ښار( پژواک ۲۶ تله ۹۳): د غزني د استيناف څارنوالۍ وايي، د ستري محکمې د حکم پر بنسټ يې د دې ولايت پخوانی ښاروال عبدالبصیر نوري د اداري فساد په تور ونيوه .
دغزني ولايت د استيناف څارنوال عبدالرشید عابدپژواک خبري اژانس ته وويل چې پخوانى ښاروال د اداري فساد په ١٣ دوسيو کې دخيل دى .
عابد وايي، نوموړي په خپله کاري دوره کې د یوشمېر غيرقانوني مارکېټونو دجوړولو امر ورکړى او په يوه تاریخي سیمه کې يې د تېلو ټانک جوړولو ته اجازه ورکړې ده.
څارنوال عابد وايي چې عبدالبصیر د دې ترڅنګ د اداري فساد په نورو دوسيو کې هم لاس لري چې سترې محکمې يې د نيولو حکم کړى و او دوى تېره ورځ ونيوه.
د ياده ولو ده چې ښاروال عبدالبصیرنوري درې میاشتې مخکي هم دڅارنوالۍ له لوري نيول شوی وو، خو وروسته د نامعلوم علت له مخې خوشې شو.
د غزني ښار اوسېدونکي روح الله پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې ځينې نور چاواکي هم په اداري فساد کې دخيل دي او بايد ونيول شي.
هغه خوښي وښوده چې حکومت په اداري فساد کې د دخيلو چارواکو د نيولو او ګوښه کولو هڅې پيل کړې دي.