Language

مزارشريف (پژواک ٢٧ تله ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ګازډبې چاودنې يو تن وژلى او درې نور ژوبل شوي دي.

دا چاودنه نن (د تلې ٢٧مه) غرمه مهال شاوخوا ١٢ بجې او ١٥ دقيقې د مزار شريف ښار اړوند د روضې سوېل ته د باختر بازار په سيمه کې شوې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد بازار په يوه دوکان کې د ګازډبې چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د دې چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.

ده وويل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي خو د هغوى د روغتيايي حالت  په اړه يې معلومات نه درلودل.

درانى وايي چې په دې پېښه کې ورانکارو لاس نه درلود.

خو د سيمې يوه عيني شاهد او دوکاندار محمدرسول بيا وايي چې پېښه د ګازډبې نه، بلکې د ماين چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

دى وايي چې د ګازډبې چاودنه دومره زوروره نه وي.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د يادې مرګ ژوبلې تر څنګ شپږ دوکانونه هم زيانمن شوي او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

Related Topics