غزني ښار(پژواک ۲۸ تله ۹۳) : د سيمه ييزو اورګانونو خپلواکه اداره د ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو په موخه د هېواد د ښارواليو ستونزې څېړي او حل لاره ورته پيدا کوي.
د دغې ادارې استازو په غزني ولايت کې د تلې په ٢٨مه د ”مثبت بدلون او اصلاحات” په نامه سيمينار کې وويل ، په دې لړۍ کې به ټولو هغو ستونزو ته رسېدګي وشي چې تراوسه ورته پاملرنه، نه ده شوې.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازي عبدالهادي سادات وويل، تراوسه يې په لسو ولايتونو کې په دې تړاو څېړنې پيل کړي، چې د ولسمشر د فرمان له مخې به په کې د ټولو ښارواليو ستونزې وڅېړي.
بله خوا د غزني ولايت ښاروال فريدون احمدي وويل د دې ولايت په ښاروالۍ کې تراوسه ډېرې ستونزې شته ، چې په تېر کلونو کې ورته مرکزي حکومت هيڅ پاملرنه ، نه ده کړې.
ښاروال وايي:((موږ ډېرې ستونزې لرو لکه د ښارګوټو نه تطبيق،د دولتي ځمکو غصب، پر غېر پلاني سيمو کې ابادي او نور.))
د غزني ښاروال وايي که چېرته د دوى ستونزې مرکزي حکومت ته ورسيږي او حل شي،نو چارې به يې اسانه شي.
په ورته مهال د غزني د ولايتي شورا رييس عبدالجامع جامع وايي ، په دې ولايت کې د ښاروالۍ اړوند ډېرې داسې ستونزه شته، چې حکومت ورته پاملرنه، نه ده کړې.
جامع زياته کړه :(( په غزني ولايت کې زرګونه جريبه ځمکه غصب شوې، څو ښارګوټي د مافيا له ډاره نه توزيع کيږې.))
د ولايتي شورا رييس وايي ، په غزني کې يو شمېر مارکېټونه او هوټلونه غېرمعياري جوړ شوي او يا يې ځمکې په زور سره نيول شوي.
هغه وويل چې حکومت بايد دغو ټولو ستونزو ته حل لاره پيدا کړي.