Language

مزار کې د يوه روزنيز مرکز د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

مزار شريف ( پژواک، ٢٨ تله ٩٣ ) : په مزار شريف ښار کې ديوه روزنيز او حرفوي مرکز د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې په کې به نږدې زرو تنو ځوانانو ته د زده کړو زمينه برابره شي.

دغه مرکز د اکټيډ نړيوالې موسسې له خوا رغول کېږي، چې پر جوړېدو به يې يو اعشاريه درې ميليونه يورو لګښت راشي. 

په مزار شريف کې د يادې موسسې مشر خليل احمد د تلې په ٢٨مه، ددې پروژې د بنسټ اېښودلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې پروژې پلی کول به د سيمې يو زيات شمېر ځوانانو او بې وزله مېرمنو ته د زده کړو او کار زمينه برابره کړي.

نوموړي زياته کړه، چې د ياد روزنيز مرکز د جوړېدو لپاره د سيمې خلکو ځمکه ورکړې او دوی به يې په شپږو مياشتو کې په اساسي ډول ورغوي.

د هغه په وينا، د دغه روزنيز مرکز په جوړېدو سره به خلک روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی پيدا کړي او همدا راز د زده کړو تر څنګ به ټولنيزې ستونزې هم تر يوه ځايه همدلته حل کيږي.

خليل احمد زياتوي چې ياد مرکز کې به ۳۰۰ بې سواده ځوانانو ته د سواد زده کړې زمينه برابره شي، ۳۰۰ مېرمنو ته به په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شي او همدا راز به ۳۰۰ کسان د بشري حقونو او ښځو د حقونو په برخه کې وروزل شي.

په مزار شريف کې د بشري حقونو يوه فعاله فرزانه رحيمي هم د ورته مرکزونو جوړول د کاري فرصتونو په پيدا کولو کې مهم بولي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، په دغه مرکز کې به سربېره پر زده کړو ۳۰ تنه مېرمنې د ښځو د حقونو د خوندي توب په برخه کې د مشوره ورکولو دنده پر غاړه ولري.

د مزار ښار د بابه يادګار سيمې اوسېدونکي نورمحمد د دغه مرکز پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې ښايي د ده په څېر بې سواده ځوانانو ته د زده کړو زمينه په کې برابره شي.

هغه زياته کړه : ((عمر مې په فقر کې تېر شو، د ډوډۍ پيدا کولو لپاره مې بل څوک نه درلودل، مکتب مې ونه ويل، اوس ارمان راځي، نه مې سواد زده دی او نه هم سم کار لرم.))

Related Topics