Language

يوه وسله واله ډله د سولې له بهير سره يوځاى شوه

اسعد اباد ( پژواک، ٢٨ تله ٩٣ ) : په کونړ ولايت کې د دوو قوماندانانو په ګډون د وسله والو يوه نهه کسيزه ډله د سولې له بهير سره يوځای شوه.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله خان د تلې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ډله دحزب اسلامي وسله والې ډلې پورې اړونده وه او په چپه درې ولسوالۍ کې يې فعاليت کاوه.

هغه زياته کړه، چې د دوو قوماندانانو محمد حنيف او محمود په ګډون دوى له ٩ ميله وسلو سره د دولت د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

جلاله خان وايي : (( موږ به دوی ته د هغو خپلو امتيازاتوسربېره چې د شپږو مياشتو لپاره ورکول کېږي دکار کولو زمينه هم برابره کړو، ترڅو دوی پرې د خپل ژوندانه اسانتياوې برابرکړي.))

د هغه په وينا، په کونړ کې د سولې ولايتي دفتر  له  پرانيستې را هيسې تر دې دمه ۳۱۹  وسله وال مخالفين د سولې له بهير سره يو ځاى شوي دي.

د دې نهه کسيزې ډلې مشر قوماندان محــمد حنيف  پژواک اژانس ته وويل چې دوى د څوکۍ او چپې درې په ولسواليو کې د امريکايي ځواکونو پر ضد مبارزه کوله.

هغه زياته کړه : (( موږ ځکه د امريکايانو پر وړاندې وسله راخيستې وه چې دوی په ولــسي خلکو بې رحمانه بمبارونه کول او همدارنګه  بې تپوسه د خلکو کورونوته ورتلل او خلک به يې ځورول خو اوس دوى له کونړ څخه وتلي، نو موږ هم خپله مبارزه پرېښوده.))

دى وايي چې له دې وروسته به د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.

Related Topics