اسعد اباد ( پژواک ٢٨ تله ٩٣ ) : د کونړ ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفينو په بېلابېلو بريدونو کې لس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکانحرب عبدالحبيب سيدخېل د تلې په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د چمبېل په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه، چې د وسله والو مخالفينو له خوا فير شوې مرمۍ د غلام حسين په نامه د سيمې د يوه اوسېدونکي پر کور لګېدلي چې له امله يې درې ماشومې نجونې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
دى وايي چې په مړو او ټپيانو کې پنځه نجونې او يو هلک دى، چې عمرونه يې تر لس کلونو کم وو.
امنيه قوماندان وويل چې دغه راز په غازي اباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوې د هاوان مرمۍ د خان محمد پر کور لګېدلې، چې له امله يې څلور مېرمنې ټپيان شوې دي.
د هغه په وينا،ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو دهغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.