جلال اباد (پژواک ٢٩ تله ٩٣): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې ډېر ژر به هغه کوڅې او لارې چې د يو شمېر ادارو او چارواکو له لوري تړل شوي، خلاصې کړي.
امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد د تلې په ٢٩مه د ننګرهار پر ټولو ادارو او يو شمېر چارواکو غږ وکړ، مخکې له دې چې دوى اقدامات وکړي نو بايد د جلال اباد ښار ټولې هغه تړلې کوڅې چې د دوى له لوري تړل شوې دي، پرانيزي.
د ده په خبره چې د ولسمشر د ټولو فرمانونو د پر ځاى کولو لپاره دوى هر ډول عمل کولو ته تيار دي او بايد د ښار ټولې تړلې کوڅې خلاصې شي.
شېرزاد زياته کړه: ((د محکمې مخې ته چې کوم دېوال جوړ شوى، موږ وسايط وړو او هغه را لېږدوو، تاسې به وروسته له دې ونه ګورئ چې په ښار کې کومه لاره تړل شوې وي.))
امنيه قوماندان د يو شمېر چارواکو د موټرو تورو ښيښو ته په اشارې سره وويل، بايد ټول هغه اشخاص چې د موټرو ښيښې يې تورې دي، پاکې کړي او که چېرې يې دوى ونيسي نو قانوني عمل به ورسره وکړي.
دى وايي، ټول هغه غيرې مسوول وسله وال چې په ننګرهار او يا هم د جلال اباد په ښار کې ګرځي، دوى پرې غږ وکړ چې خپلې وسلې دې اړوند مراجعو ته وسپاري او که چېرې وروسته له دې يې هر ډول غېرې مسوول وسله وال وليد، نو د قانون منګولو ته به يې وسپاري.
د امنيه قوماندان په خبره چې دوى به د هغو اشخاصو پر وړاندې هم جدي مبارزه کوي او د قانون منګولو ته به يې سپاري، کوم چې ګڼ نا قانونه وسله وال لري.
ده وويل چې يو شمېر اشخاص يې نيولي هم دي چې ناقانونه کړنې يې ترسره کولې او په راتلونکي کې هم ژمن دي چې دا ډول کړنې ترسره کړي.
نوموړى زياتوي: ((د امنيتي قواوو چارې به جدي روانې وي او هر څوک يې که پر وړاندې ودرېد نو بيا ورسره قانوني چلند کوو.))
امنيه قوماندان پر ټولو پوليسو هم غږ وکړ چې د فساد پر وړاندې دې جدي اقدامات وکړي او د ولسمشر له امرونو يو دا هم وو چې امنيتي ادارې د فساد په له منځه وړو کې بايد جدي اقدامات وکړي او مفسد اشخاص ونيسي.
نوموړي زياته کړه چې د غاصبينو پر وړاندې هم د دوى دريځ قاطع دى او هر څوک که په قانوني ډول غاصب وپېژندل شي نو دوى به يې نيسي او د قانون منګولو ته به يې سپاري.
ياده دې وي چې ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي څو ورځې وړاندې فرمان صادر کړ چې په هېواد کې دې د ټولو موټرو تورې ښيښې سپينې او قانون ماتوونکي دې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP