Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تورخم-کابل پر لاره له موټرو ناقانونه پيسې اخيستل کېږي

جلال اباد (پژواک ٢٩ تله ٩٣): د بار وړونکو موټرو چلوونکي او سوداګر شکايت کوي چې له تورخمه تر لغمان پورې د لارې په اوږدو کې ترې څو ځايه ناقانونه پيسې اخيستل کېږي.

دوى وايي چې که نوى حکومت د فساد پر ضد د مبارزې ادعا کوي نو بايد لومړى د تورخم-جلال اباد پر لويه لاره په دولتي جامو کې ناست غله او فسادګر ونيسي.

د ابرارالله په نوم يوه چلوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې کله له تورخمه ووځي، لومړى ترې سرحدي پوليس پيسې اخلي او وروسته ترې په تله کې هم اخيستل کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((په دولت جامو کې په بېلابېلو ځايونو کې غله ناست دي او له موږ پيسې اخلي، له ترازو وروسته په مومندره کې کله ناکله پوليس پيسې واخلي.))

ده زياته کړه چې حکومت بايد د ياد فساد مخه ونيسي او که چېرې يې مخه ونه نيول شي نو دوى به په پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.

حليم، چې د پاکستان له کراچۍ ښاره توکي را واردوي، پژواک اژانس ته وويل چې د تورخم بيا د لغمان تر تلې پورې لس زره کلدارې پوليسو او باج اخيستونکو ته ورکوي.

دى وايي: ((زه يوه ورځ په خپله ورسره راغلم، ما ويل چې ويې ګورم چې رښتيا پيسې اخلي او که نه؟ د باريکاب په چک پوسټ کې، د ثمرخېلو په چک پوسټ کې او له ګمرک سره پيسې اخيستل کېږي.))

دى زياتوي چې چلوونکي اړ دي پوليسو او يا هم د تلې کارکوونکو ته پيسې ورکړي او که يې ورنه کړي نو بيا يې نه پرېږدي او کله ناکله ورته پوليس وايي چې ټوله لارۍ خالي کړي څو دوى تلاشي وکړي.

د نوموړي په خبره چې په ټولو اداراو کې فساد موجود دى او که چېرې دوى په ګمرک کې هم پيسې ورنه کړي نو مالونه يې نه ور محصول کوي.

د لارۍ يو بل ډرىور صادق هم ورته خبره کوي او وايي چې له دوى څخه پوليس، ترافيک، د ګمرک او ترازو کارکوونکي له تورخمه تر لغمانه له دوى خپل حق اخلي او که چېرې دوى پىسې ورنه کړي نو بيا يې موټر دروي.

هغه وايي: ((د شپې په ښار کې موټر نه وي او موږ ته اجازه شته چې لاړ شو؛ ځکه په باى پاس سړک باندې وسله وال راوځي، نو که پر ښار ځو بايد پوليسو ته موږ ٥٠٠ افغانۍ ورکړو کنه نه مو پرېږدي.))

دى زياتوي چې د شپې له خوا بايد نوکريوال پوليس ته هم خپله برخه پيسې ورکړي؛ ځکه که چېرې پيسې ور نه کړي يو قدم ترې مخکې نه شي تلى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د والي له لوري د دغه ولايت د مرستيال په مشرۍ څو ځلې کمېسيون جوړ شو او تر تورخمه يې د ټولو اداروليدنه وکړه.

نوموړى وايي چې ولايتي اداره د ناقانونه پيسو اخيستو کلکه مخالفه ده او که چېرې دوى ته څوک کره اسناد وړاندې کړي نو قانوني اجراات به وکړي.

وياند زياتوي: ((هېڅوک حق نه لري چې له چا غير قانوني پيسې واخلي او که چېرې پر دغه عمل ونيول شي په دې برخه کې د ننګرهار ولايتي اداره خپل قاطعيت لري.))

د عبدالزي په خبره، ولايتي اداره يو ځل بيا هم تصميم لري چې په نږدې وخت کې تر تورخمه پورې له ټولو اداراو ليدنه او څار وکړي تر څو فاسد اشخاص په ګوته شي.

بلخوا د لغمان د تلې امر غلام قادر پژواک اژانس ته د دغه ولايت په تله کې فساد رد کړ او زياته يې کړه، کومې لارۍ چې ډېر وزن لرونکي وي، د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې له هغوى د ټن پر سر درې زره افغانۍ جريمه اخلي.

ده زياته کړه: ((که چېرې فساد موجود واى نو موږ به ولې په يوه مياشت کې شاوخوا يو ميليون د جريمې پيسې لرلې او د دولت خزانې ته به مو تحويلولې.))

دى وايي له هغو موټرو چې کومه قانوني جريمه اخيستل کېږي، هغوى ته داسې ښکاري چې يادې پيسې په شخصي جيبونو کې اچول کېږي خو داسې نه ده.

ياده دې وي چې تېره ورځ يو شمېر د لاريو چلوونکو هم د قصر مخې ته خپل غږ پورته کړ او له ولايتي ادارې يې غوښتنه وکړه چې د فاسدو اشخاصو مخه دې ونيسي او نور دې ادارې پاکې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.