Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون لسګونه کارکوونکي له دندو ګوښه شوي

جلال اباد ( پژواک، ٣٠ تله ٩٣ ) : د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزون شاوخوا سل کارکوونکي په يو ځل له دندو ګوښه شوي دي.

له دندو ګوښه شوي کارکوونکي وايي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د ننګرهار ملي راډيو تلوېزون ته له يوه نامعلوم درک څخه پيسې ورکول کېدې ، خو اوس پرې يادې پېسې بندې شوي چې له امله يې دوى له دندو ګوښه شوي دي.

د ملي راډيو تلوېزيون د “خندا په څپو کې” د خپرونې چلوونکى سيد اختر د تلې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو اتو کلونو راهيسې يې د ننګرهار په ملي راډيو تلوېزيون کې کار کاوه، خو اوس يو دم بې سرنوشته شو.

ده زياته کړه: (( دغه کار زما لپاره د زغم نه دى، زه بايد پوى شم چې ولې لرې شوى يم.))

د نوموړي په وينا ، د ده په څېر لسګونه نور ژورنالېستان شته چې له دندو لرې شوي، يوه ته  هم تر اوسه دا نه ده معلومه چې پيسې له کومه راتلې او اوس ولې بندې شوې.

هېواد يمال ، چې له دندې ګوښه شوى پژواک اژانس ته وويل چې يو دم له دندې ګوښه کېدو ورته لويې ستونزې راولاړې کړې دي.

ده زياته کړه: (( ملي راډيو تلوېزيون ته له نامعلوم ځاى  څخه پيسې راتلې، څو ځله کارکوونکو د تلوېزيون امر ته وويل چې موږ  ته درک وښايه خو هغه درک ونه ښود.))

د نوموړي په وينا، دا مهال دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي او که چېرې د دوى غږ څوک وانه وري نو سوله ييزو لاريونونه به پيل کړي .

له دندې ګوښه شوې ښځينه کارکوونکې مرسل نوري هم اندېښنه ښيي او وايي تر اوسه ورته دا لامل نه دى معلوم چې ولې يې پر دوى امکانات بند کړي دي.

نوموړې وويل: (( داسې کسان هم له دندو ګوښه شوي چې پر همدې معاش يې ګوزاره روانه وه،  هغوى بې سرنوشته شول، په کار وه چې ټولې خبرې مخکې له مخکې روښانه شوې واى.))

د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون يوه کارکوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو مياشتو راهيسې د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون د امر او يو شمېر نورو رسمي کارکوونکو تر منځ پر همدغو پټو پيسو ناندرۍ روانې وې.

دى وايي چې تلوېزيون په څو ډلو ويشل شوى ، چې يو يې د امر طرفداره او بله ډله يې د پيسو د ځاى او څومره والي په اړه په شفاف ډول معلومات غواړي، خو تر اوسه پورې ياده ستونزه نه ده هواره شوې.

د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زيارمل د ننګرهار له ملي راډيو تلوېزيون څخه په يو دم د سلو کارکوونکو ګوښه کېدل اندېښمن کوونکى عمل بولي او وايي چې بايد له اړونده ادارې څخه پوره معلومات وشي چې ولې ياد کارکوونکي له دندو ګوښه کيږي.

نوموړي زياته کړه : (( که چېرې ګوښه کيږي او پېسې نه وي نو بايد معلومه شي چې پيسې څوک ورکوي او تر اوسه يې څومره پيسې ورکړي ا و ولې يې بندوي.))

دى وايي چې د ژورنالېستانو له حقوقو به په هر حال دفاع کوي او ياده موضوع به  تعقيب کړي.

پژواک اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون د امر انجنير زلمي نظر  واخلي خو پرې ونه توانيد.

بلخوا د ننګرهار د اطلاعات او کولتور رييس اورنګ صميم له يادې ستونزې ناخبري ښيي خووايي ، دى خبر و چې يوه پټه مرجع د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون ته پيسې ورکوي او يوشمېر ځوانان پرې په دندو ګومارل شوي دي.

ده وويل، په کار ده چې معلومه شي کومې سرچينې  تلوېزيون ته پيسې ورکولې او  يادې پېسې څومره وې.

نوموړي زياته کړه: (( موږ به دغه موضوع د ولايت مقام سره هم شريکه کړو او ډېر ژر به په دغه برخه کې اقدام وکړو.))

بله خوا د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال هم له يادې موضوع ناخبري ښيي خو وايي چې د ننګرهار په ملي راډيو تلوېزيون کې يو شمېر ځوانان موجود وو چې له يوه ځانګړي لوري څخه ورته معاش ورکول کېده.

نوموړي هم د معاش ورکوونکې سرچينې  نوم وانه خيست خو زياته يې کړه چې د ننګرهار د ملي راډيو تلوېزيون له امر سره به ډېر ژر خبرې وکړي او د ستونزې د حل لپاره به لارې چارې ولټوي.

په کابل کې د ملي راډيو تلوېزيون لوى رييس زرين انځور پژواک اژانس ته وويل  چې ياد کارکوونکي قراردادي وو او رسميت يې نه درلود.

هغه زياته کړه، چې دوى د پخواني والي له خوا په لنډمهاله توګه ګومارل شوي و او د يوې پروژې له لارې پيسې ورکول کېدې، اوس چې پروژه بنده شوې ، دوى رخصت شول.

انځور وويل چې د ملي راډيو تلوېزيون اصلي مامورين په خپلو دندو کې دي او د راډيو تلوېزيون په فعاليت کې کوم خنډ او ځنډ نه دى راغلى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.