ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند دسرحدي پولیسو پر قوماندان ځانمرګی برید وشو

د هلمند دسرحدي پولیسو پر قوماندان ځانمرګی برید وشو

author avatar
22 Oct 2014 - 07:10
د هلمند دسرحدي پولیسو پر قوماندان ځانمرګی برید وشو
author avatar
22 Oct 2014 - 07:10

لښکرګاه ( پژواک، ۳۰ تله ۹۳) : د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د سرحدي پولیسو پر قوماندان ځانمرګی برید شوی دی.

دا ځانمرګی برید نن دتلې په ۳۰مه، دسهار په شاوخوا ۶:۲۰ بجو د لښکرګاه ښار د بولان په سیمه کې شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک خپل موټر ته د ۶۰۴ زون سرحدي بولیسو قراره ګاه مخې ته دقوماندان جنرال سلطان محمد د موټرو له کاروان سره نږدې چاودنه ورکړې.

هغه وایي چې د قوماندان موټر له بریده روغ وتلی، خو ورپسې روان د ساتونکو موټر یې هدف ګرځیدلی دی.

د والي ویاند وایي چې په دې پيښه کې درې پولیس ژوبل شوي دي.

خو عیني شاهدان وایي چې د پولیسو موټر اور اخیستی او امکان شته چې یو شمیر پولیس وژل شوي وي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.