کندوز (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٣): د کندوز سيمه ييزو چارواکو د شپږو وسله والو مخالفينو او د ملي اردو او پوليسو د شپږو سرتېرو له وژل کېدو او همدارنګه د ياد ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په جګړه کې د بهرنيانو له شتون خبر ورکړى دى.
د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي وايي چې له پرون ورځې راهيسې سلګونو وسله والو طالبانو د کلباد او تاشګذر امنيتي پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه په دغو نښتو کې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د امام صاحب ولسوال زياته کړه چې د ملي اردو څلور سرتېر او همدرانګه دوه سيمه ييز پوليس هم په دې جګړه کې وژل شوي او د ولسي ځواک شپږ نور کسان ټپيان شوي دي.
قريشي وويل، د کلباد سيمه چې د امام صاحب او دشت ارچي ولسواليو تر منځ ګډه سيمه ده؛ د وسله والو مخالفينو له لوري نيول شوې، خو امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې دغه سيمه بېرته تر خپل واک لاندې راولي.
هغه زياته کړه چې يو شمېر نور وسله وال مخالفين د تخار له رستاق او خواجه غار ولسواليو د سيمې له طالبانو سره د مرستې په موخه راغلي چې د دوى په ډله کې د چيچن، ازبکستان او تاجکستان هېواد اوسېدونکي هم شتون لري.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وايي چې ياد وژل شوي کسان د دشت ارچي ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري د ټاکل شوي ولسوال ډاکټر عبيد پورې اړوند کسان دي چې له طالبانو سره د مرستې په موخه د امام صاحب ولسوالۍ ته راغلي وو.
حسيني وويل چې د امنيتي ځواکونو عمليات تر اوسه دوام لري او ډېر ژر به له دې سيمې طالبان پر شا کړي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې په امام صاحب ولسوالۍ کې يې د کلباد په ګډون درې کلي نيولي او پر دې سربېره يې څلور امنيتي سرتېرې وژلي او د اربکيانو د يوه قوماندان عبدالحکيم په ګډون يې لس سيمه ييز پوليس ټپيان کړي دي.
د امام صاحب ولسوالۍ يو اوسېدونکى عبدالرحيم وايي خلک ډېره وېره لري چې ګني په جګړه کې ورته کوم زيان ونه رسېږي.
هغه زياته کړه چې خلک د سولې او ثبات غوښتونکي دي او بايد عملياتو ته ژر تر ژره د پاى ټکى کېښودل شي.
د سيمې ياد اوسېدونکى دغه عمليات ډېر اغېزمن وبلل خو زياته يې کړه چې د وسله والو له شړل کېدو وروسته بايد په دغو سيمو کې امنيتي پوستې جوړې شي او دغو سيمو ته د طالبانو له بيا راګرځېدو مخه ونيول شي.
د روانې اونۍ په لومړيو کې امنيتي چارواکو ادعا کړې وه چې په امام صاحب ولسوالۍ کې يې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ٣٤ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٣٧ نور ټپيان شوي دي. خو طالبانو خپل لوري ته اوښتې مرګ ژوبله کمه او مقابل لوري ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP