Language

د عامه نظم پنځو پوليسوته مرګ ژوبله اوښتې

محمودراقي ( پژواک،٢ لړم  ۹۳) : په کاپيسا ولايت کې د دوو بېلابېلو پېښو له امله دعامه نظم دوه پوليس وژل شوي او درې  نور ټپيان دي.

د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان خواجه پژواک ته وويل چې تېره ورځ نږدې مازيګر مهال د ددې ولايت د نجراب ولسوالۍ د تپې په سيمه کې د عامه نظم پوليسو يو موټر اوښتى، چې يو تن په کې مړ او درې  نور ټپيان دي.

د تګاب يوتن اوسېدونکی فرهاد وايي چې تېره ورځ د کاپيسا له مرکز محمودراقي څخه تګاب ولسوالۍ ته روان و، چې د نجراب د تپې په سيمه کې يې له عمومي سړک څخه د عامه نظم پوليسو اوښتی موټر وليد.

هغه زياتوي  چې د موټر د اوښتو پېښه کې يو تن  مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

 دغه راز د تګاب ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان خواجه وايي ، چې  تېره ورځ د تګاب په شينکيو سيمه کې هم د عامه نظم يو پوليس په  نښته کې وژل شوی دى.

 

Related Topics