جلال اباد ( پژواک، ٢ لړم ٩٣ ) : د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر يوه موټر د وسله وال بريد په ترڅ کې د ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل :” دا پېښه نن سهار شپږ بجې د خوګياڼو ولسوالۍ اړونده د بايزيد خېلو سيمه کې رامنځ ته شوې، چې په وژل شويو کسانو کې ماشومان هم شامل دي. “
د والي وياند وژل شوي کسان، ټول عام وګړي وبلل او زياته يې کړه چې ناپېژاندو وسله والو ددغو کسانو پر موټر ډزې کړې دي .
همدارنګه د خوګياڼو ولسوالۍ د ملکي روغتون امر ډاکټر نور اغا پژواک ته وويل چې درې وژل شوي ماشومان او دوه ټپيان ددوی روغتون ته ور وړل شوي دي.
بله خوا د يادې سيمي اوسېدونکی رياض احمد وايي چې دا کسان نن د ولسوالۍ په بازار کې د جمعې د ورځې جوړې شوې مېلې ته روان وو، چې ناپېژاندو کسانو پرې ډزې وکړې.
د پېښې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخيستی .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP