مزارشريف (پژواک ٣ لړم ٩٣): د مدني ټولنې فعالين وايي چې د بلخ ولايت ښځينه بنديانې له حقوقي ستونزو سره مخ دي.
د بلخ د ښځو او ځوانانو د ملاتړ ټولنې مسووله او د عدالت غوښتونکو ډلې غړې نيلوفر سيار د بلخ په ښځينه زندان کې د لړم په ٣مه د زنداني مېرمنو د ماشومانو لپاره د وړکتون د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په قضايي سيستم کې د ستونزو له امله د بلخ ښځينه بنديانې د ځان په اړه د محکمې له شوو پرېکړو خوښې نه دي.
نوموړې زياته کړه چې د بلخ د عدالت غوښتونکو ډله په دغه ولايت کې په درېيو برخو کې فعاليت کوي.
نوموړې زياته کړه چې د زنداني ښځو ماشومانو، د سړک پر سر د کار کوونکو ماشومانو د ستونزو د حل او د ښار د زرغونوالي او پاکوالي پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه کار کوي.
د هغې په وينا، د همدغو فعاليتونو په لړ کې يې نن د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور او د يو شمېر سوداګرو په مالي ملاتړ د بلخ په ښځينه محبس کې د ښځينه زندانيانو د ماشومانو لپاره د وړکتون پرانيسته وکړه.
نيلوفر وويل چې په دغه وړکتون کې به د ښځينه زندانيانو ۲۲ماشومانو ته د زده کړو او لوبو اسانتياوې برابرې وي.
نوموړې زياته کړه چې تر دې دمه دغه ماشومان چې عمرونه يې تر اووه کلنۍ پورې رسېدلي، د ژوند کولو له لومړنيو حقونو برخمن نه وو.
د هغې په وينا، دغو ماشومانو ته د زده کړو، لوبو او روغتيايي اسانتياوې برابرې نه وې، چې له دې وروسته به د ياد وړکتون په مرسته له يادو اسانتياوو برخمن شي.
نيلوفر وويل چې د ياد وړکتون په مالي برخه کې د بلخ سرپرست والي ۲۰زره امريکايي ډالر او د يو شمېر سوداګرو ۲۲۰۰ امريکايي ډالره مرسته وکړه.
نوموړي د بلخ په ښځينه زندان کې د مېرمنو د حالت په اړه د اندېښنې د څرګندولو په ترڅ کې وويل چې د دغه زندان مېرمنې له حقوقي ستونزو سره مخ دي.
د هغې په وينا، په قضايي سيستم کې د شته ستونزو له امله هېځ زنداني مېرمن د ځان په اړه له شوې فيصلې راضي نه ده.
نيلوفر له قضايي ارګانونو او له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د بلخ ښځينه زندانيانو ته جدي پاملرنه وکړي او د دوسيو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
خو د ياد زندان امر سمونيار نجيب الله رحيمي پژواک ته وويل چې د بلخ ولايت ښځينه زندانيانې له کومې جدي ستونزې سره مخ نه دي.
نوموړي زياته کړه چې په ياد زندان کې ۵۶ مېرمنې د بېلابېلو جرمونو په تور زنداني شوې وې چې وخت ناوخت د دوسيو د بشپړاوي پر مهال او يا هم د جمهور رييس د ځانګړو فرمانونو په ترڅ کې خوشې کېږي.
د هغه په وينا، د بلخ ښځينه زندانيانې په مرکزي محبس کې د ځای د تنګوالي له امله له ستونزو سره مخ وې خو له يو څه مودې راهيسې ټولې ښځينه زندانيانې د نهرشاني زندان ته لېږدول شوي چې دلته له هېڅ ډول ستونزې سره مخ نه دي.
پژواک هڅه وکړه چې له زنداني مېرمنو سره د هغوی د ستونزو په اړه خبره وکړي، خو د محبس امنيتي مسوولينو اجازه ورنه کړه.