Language

د غورک امنيه قوماندان او د ژېړۍ د ملي امنيت مدير ووژل شول

کندهار (پژواک ٣ لړم ٩٣): په کندهار کې په دوو جلا پېښو کې د غورک ولسوالۍ امنيه قوماندان او د ژېړۍ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير وژل شوي دي.

لومړۍ پېښه تېره ورځ وروسته له غرمې په سپين بولدک ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې پر مهال يې د ژېړۍ ولسوالۍ د ملي امنيت مدير شاه محمود وژل شوى او درې سرتېري ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چې د ژېړۍ د ملي امنيت مدير شاه محمود غوښتل د اوپراتيفي معلوماتو پر بنسټ د سپين بولدک ولسوالۍ په نوي کلي کې يو تن چې د ځانمرګي بريد هوډ يې لاره، ژوندى ونيسي.

هغه زياته کړه، ځانمرګى بريد کوونکى چې پلى و، د پېژندل کېدو پر مهال يې ځان ته چاودنه ورکړې چې پر مهال يې د ملي امنيت مدير شاه محمود وژل شوى او درې نور سرتېري ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى او ويلي يې دي چې په شوي ځانمرګي بريد کې يې د ملي امنيت ١٠ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دې ډلې وياندقاري يوسف احمدي وايي، د هغوى يوه ملګري هغه مهال خپل ځان ته چاودنه ورکړه چې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا پېژندل شوى و.

بلخوا د غورک ولسوالۍ امنيه قوماندان محمدشفېع د وسله والو په يوه کمين کې وژل شوى دى.

دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال وشوه چې وسله والو د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد کړى و او نوموړى يې پر خپل موټرسايکل مرستې ته ور روان و.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، وسله والو د غورک پر امنيه قوماندان محمد شفيع وسله وال بريد وکړ چې پر مهال يې هغه له خپل يوه ملګري سره ووژل شو.

د دې پېښې په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Related Topics