Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار په لعلپوره کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک ٣ لړم ٩٣): چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت د  لعلپورې  په ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال څلور وسله وال، يو پوليس وژل شوي، درې پوليس او  څلور وسله وال ټپيان دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د لړم په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه دوولس بجې د دې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ پر قرارګاه وسله والو مخالفينو بريد کړى چې په پايله کې يې درنه نښته رامنځته شوې ده.

دى وايي چې يادې نښتې څو ساعتونه دوام کړى چې په کې يې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نور سخت ټپيان دي.

د مشرقيوال په خبره چې د نښتې په سيمه کې دوه جسدونه او يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له وسله والو څخه پاتې شوې دي.

ده وويل چې په ياده نښته کې دوه ملي پوليس برسېرن ټپيان شوي چې دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

خو د ننګرهار  ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر بيا په خپرې کړې اعلاميه کې ويلي چې  په  دې نښته کې درې پوليس ټپيان او يو وژل شوى دى.

دغه راز يوې حکومتي سرچينې پژواک خبري اژنس ته وويل چې په نښته کې پاکستاني وسله والو هم ګډون کړى و.

د يادې پېښې په اړه وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.