کندوز (پژواک ٣ لړم ٩٣): د کندوز ولايت د دشت ارچي او امام صاحب ولسوالۍ ځايي چارواکي خبر ورکوي چې د دغو دوو ولسواليو د سقوط احتمال شته، خو سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي چې ډېر ژر به ځپل شوې سيمې له وسله والو مخالفينو پاکې کړي.
د دشت ارچي ولسوال نصرالدين نظري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولسوالۍ کې وضعيت خراب شوى او وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ ٩٠ سلنه برخې نيولې دي.
هغه زياته کړه چې اوسمهال د کورنيو او بهرنيو طالبانو شمېر څه باندې ٦٠٠ کسه کېږي چې مشري يې د ٥٥ ځايي سرګروپانو پر غاړه ده.
نظري خبردارى ورکړى چې که چېرې تر څو نورو ورځو پورې دې ولسوالۍ ته پاملرنه ونه شي، نو لرې نه ده چې د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د دشت ارچي ولسوال وايي چې دغه اندېښنه يې د کندوز ولايت له چارواکو او کورنيو چارو وزارت سره شريکه کړې، خو تر اوسه په دې اړه اقدام نه دى شوى.
ځايي اوسېدونکي هم د امنيتي وضعيت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.
د دشت ارچي يوه اوسېدونکي عصمت الله وويل چې څو ورځې وړاندې امنيتي ځواکونو ويلي وو چې ارچي يې د طالبانو له شتون څخه چاڼ کړي، خو اوس ليدل کېږي چې په دغه ولسوالۍ کې طالبان په پراخه بڼه فعاليت لري.
هغه زياته کړه: ((خلک دا ډول نمايشي او دستوري عملياتو ته ضرورت نه لري، حکومت بايد د طالبانو د ځپلو لپاره کره او منطم پلان جوړ کړي.))
بلخوا د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي د امام صاحب ولسوالۍ د امنيتي وضعيت له نازکوالي اندېښنه څرګندوي او وايي چې اوسمهال د چيچين، ازبکستان او تاجکستان د وګړو په ګډون د وسله طالبانو شمېره څه باندې ٧٠٠ کسانو ته رسېږي اود ولسوالۍ د نيولو هڅه کوي.
هغه وويل چې کلباد کلى د طالبانو په واک کې دى او له امنيتي ځواکونو سره يې سختې نښتې دوام لري.
د امام صاحب ولسوال وويل چې ددې ولسوالۍ په تاشګذر او لقي ها سيمه کې د وروستيو دوو ورځو نښتو له امله ٩ طالبان، پنځه پوليس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ١٣ طالبان او اته پوليس ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه:((د طالبانو د فعاليت ساحه پراخه شوې او که چېرته مرستندوى ځواکونه تر څو ورځ، پورې دغه ولسوالۍ ته ونه لېږل شي؛ د طالبانو لاس ته به ولوېږي.))
خو ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سيدسرور حسيني وايي چې د ولايت ټولې سيمې د امنيتي ځواکونو په واک کې دي او ډېر ژر په د ځپل شوو ولسواليو او مرکز کې دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد ځمکني او هوايي عمليات پيل کړي.
حسيني مني چې په دې وروستيو کې ددې ولايت په ځينو برخو کې د طالبانو فعاليتونه زيات شوي، خو پر وړاندې يې امنيتي ځواکونه هم پلانونه لري.
دشت ارچي او امام صاحب سره ګډه پوله لري او په وروستيو کلونو کې په کې د طالبانو وسله وال فعاليتونه تر سترګو شوي او طالبان ادعا کوي چې ددې ولسواليو ځينو سيمې يې نيولې او امنيتي ځواکونو ته يې زيانونه اړولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP