مهترلام ( پژواک، ٤ لړم ٩٣ ) : د جلال اباد – مهترلام پر لويه لاره ديوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ٩ نور ژوبل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لړم په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په لسو بجو د دې ولايت دقرغيو ولسوالۍ اړونده د سرخکانو په فرمان خېلو سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې له جلال اباد څخه مهترلام ته روان يو الټو موټر له مخامخ را روان سراچه موټر سره ټکر کړى، چې له امله يې الټو اور اخيستى و.
ځواک وويل چې په دې پېښه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عطاء الله نيازي پژواک اژانس ته وويل چې روغتون ته له يادې پېښې دوه مړي او ٩ ژوبل کسان راوړل شوي دي.
دى وايي چې يو شمېر کسان سوځيدلي او يو سخت ټپي ننګرهار ولايت ته لېږدول شوى دى.
ډاکټر نيازي د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP