Language

د ښځو پر وړاندې د زور زياتي د مخنيوي  په موخه لاريون وشو

مزارشريف ( پژواک، ٤ لړم ٩٣ ) : د  بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو پر وړاندې د زور زياتي د مخنيوي په موخه لاريون وشو او همداراز د نجلۍ نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

په مزارشريف ښار کې لسګونه نجونې، د بلخ ولايت د ښځو چارو له رياست څخه تر استيناف محکمې پورې د ښځو پر وړاندې د زور زياتي د مخنيوي په موخه لاريون وکړ.

دغه لاريون،چې د بلخ پوهنتون د محصلينو دهمغږۍ مرکز له خوا برابر شوی و ، نږدې شپيته نجونو په کې برخه اخيستې وه.

د بلخ پوهنتون د محصلينو د همغږي مرکز د نجونو د برخې مسوولې تمنا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې وروسته نور د ښځو پر وړاندې زور زياتی نه شي زغملی او بايد دولت يې مخنيوى وکړي.

نوموړې زياته کړه، چې ددې راټولېدو يوه موخه يې دا هم وه، چې بايد دولت د ښځو پر وړاندې د زور زياتي قانون تصويب کړي.

د هغې په وينا، افغان مېرمنو له تېرو څو کلونو راهيسې د ياد قانون د تصويب لپاره صبر وکړ، بايد نوی حکومت د ښځو پر وړاندې د زور زياتي قانون تصويب کړي.

تمنا زياته کړه : ((د ښځو پر وړاندې زور زياتی يواځې د مېرمنو وهل ټکول يا ستونزمن ژوند نه دی، بلکې د نجونو لپاره د کار زمينه نه برابرول، له کوره نه وتل، تر دې چې په فيسبوک کې خپل تصويرنه پورته کول او يا هم نور داسې مسايل چې عامو خلکو ته عادي ښکاري د زور زياتي له ټولو سترې بېلګې دي.))

بله خوا د رشد روزنيزې موسسې له خوا د بلخ ولايت په ښځو چارو رياست کې د نجلۍ نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

په دغه غونډه کې د بلخ ولايت د مېرمنو د حقوقو د فعالينو تر څنګ د مدنې ټولنې د بېلا بېلو اړخونو استازو په کې برخه  اخيستې وه.

د رشد روزنيزې موسيسې د پروګرامونو مسوولې شبنم سيما پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی د ښځو د حقوقو او په ځانګړې توګه د نجلۍ د زده کړو د اسانتياوو برابرولو په موخه دغه ورځ ونمانځله.

نوموړې زياته کړه، چې په ياده غونډه کې به د مېرمنو په هراړخيزو ستونزو او نجونو د زده کړو اړوند په بېلا بېلو مسايلو بحث وشي او د حل لارې به يې په ګوته شي.

د بلخ د نقاشانو د ټولنې غړې زينب احمدي پژواک ته وويل، خوشاله ده چې د نجونو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې برخه لري.

نوموړې زياته کړه افغان نجلۍ ته بايد وخت ورکړل شي، چې خپل ژوند کې بدلون راولي او د خپلو فعاليتونو له لارې نورو ته د ژوند کولو لارې چارې په ګوته کړي.

Related Topics