Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل  کې د موټر چلوونکو له روزنې سره ترافيکي پېښې لږ شوي

کلات( پژواک، ٤ لړم ٩٣ ) : د زابل ولايت د ترافيکو مسوولين وايي چې سلګونو موټرچلوونکو ته د روزنې له ورکولو سره په ترافيکي پېښو کې کموالى راغلى دى.

د دې ولايت د ترافيکو د رياست مسوولين وايي چې د روان لمريز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې يې ددې ولايت ۴۸۰ تنو اوسېدونکو ته د موټر چلوونې روزنه او لايسنسونه ورکړي دي.

ددې ولايت د ترافيکو مدير سمونيار عبدالاحمدد لړم پر ۴ مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا روزنه يې د چلوونکو د مسلکيتوب او د ترافيکي پېښو د مخنيوي په موخه ورکړې ده .

نوموړی وايي،د هر ګروپ د روزنې دوره ۱۵ ورځې وه او په هر ګروپ کې دېرشو تنو موټر چلوونکو برخه درلوده، چې د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته ورته لايسنسونه ووېشل شول.

دده په خبره ، چې په دې روزنه کې چلوونکو ته ترافيکي اصول او نښې، د ښار او عمومي لارو موټر چلوونه، د ګړنديتوب مخنيوى، له غلو څخه د موټر ساتنه، د موټر د درېدلو د ځای او نورو اړونده چارو په اړه  معلومات ورکړل شوي دي.

سمونيار عبدالاحمدوايي،دوى توانيدلي چې په زابل کې د ترافيکي پېښو د ډېرېدو مخه ونيسي.

د هغه په خبره ، چې تېر کال د شپږو مياشتو په موده کې ۱۳ خو سږ کال په شپږ مياشتو کې ۱۰ ترافيکي پېښې رامنځ ته شوي او دوى هڅه کوي چې دا شمېره نوره هم راټيټه کړي.

پر همدې مهال د زابل يو شمېر موټر چلوونکي چې په دغه روزنه کې يې برخه درلوده، خوښي ښيي او وايي چې روزنه ورته ګټوره وه.

د سيداحمد په نوم يوتن موټر چلوونکي پژواک اژانس ته وويل چې په روزنه کې يې برخه درلوده او پر لويو لارو د موټر چلولو په اصولو يې ځان پوه کړی.

هغه وايي چې سږ کال د ټکسي موټر د ټکر  پېښې ډېرې کمې شوې دي .

د نورالله په نوم د سراچه موټر يو بل چلوونکي چې روزنه يې تر لاسه کړې ، وايي چې د ترافيکو د مديريت د ښوونې له مخې اوس ډېری چلوونکي په ترافيکي اصولو خبر شوي دي .

د کلات ښار يوه اوسېدونکي عبدالوارث پژواک اژانس ته وويل چې له جګړو را وروسته د دوى لپاره تر ټولو ستره وېره ترافيکي پېښې دي او بايد چې دولت يې مخنيوى وکړی.

نوموړي غوښتنه وکړه چې بايد د موټر چلوونکو روزنه نوره هم زياته شي ، تر څو مسافر په ډاډه زړه سفر وکړای شي.

د زابل د ترافيکو مسوولين  داسې مهال د ترافيکي پېښو د کمېدو لپاره د هڅو خبر ورکوي، چې په روان کال کې د زابل په مربوطاتو کې د ۳۰۳ موټر په دوو ټکرونو کې تر ۶۰ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.