Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد ښار کې د دوو پلونو د جوړېدو چارې ځنډېدلې دي

جلال اباد( پژواک، ٥ لړم ٩٣ ): په جلال اباد ښار کې د فوايد عامې رياست له خوا د دوو پلونو چارې نيمګړې پاتې دي، چې له امله يې خلکو ته ستونزې پيدا شوې دي.

خو چارواکي وايي چې د جندرما د نيمه رغول شوي پله چارې به په راتلونکې اونۍ او د فارم هډې د نيمه رغول شوي پله چارې به د مرغومي په مياشت کې پيل شي.

څو مياشتې وړاندې د جلال اباد ښار د درېيو مهمو پلونو د رغېدو چارې پيل شوې وې، خو تر اوسه پورې د درې واړو پلونو چارې ټکنۍ روانې دي.

د ننګرهار د فوايد عامې رييس انجنير ګل رسول فقير پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جندرما او فارم هډې پلونو چارې ټکنۍ دي .

هغه زياته کړه، چې د امنيه قوماندانۍ ترڅنګ د جندرما د پله له جوړونکي شرکت سره يې څو ورځې مخکې ناسته کړې او له هغوى څخه يې د کار د چټکوالي غوښتنه کړې ده.

د رييس په خبره ، چې د ياد پله چارې ځکه ځنډېدلې دي، چې وزارت د بوديجې له کمښت سره مخ و، نو جوړونکي شرکت هم د پله چارې درولې وې.

ده زياته کړه: (( موږ بايد د قرارداد له مخې جوړونکي شرکت ته د کار په منځ کې يوه اندازه پېسې ورکړو، خو دا چې پيسې نه وې ، نو ځکه کار درېدلى و.))

د فقير په وينا، جوړونکي شرکت ورته ويلي چې په همدې اونۍ کې يې د پيسو د چک کار خلاصيږي او په راتلونکې اونۍ کې به يې چارې پيل کړي.

دى وايي که چېرې جوړونکى شرکت چټک کار وکړي، نو د څومياشتو په موده کې به ياد پول ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، چې پر جوړېدو به يې ګڼه ګوڼه راکمه شي.

د فوايد عامې رييس وايي چې د فارم هډې پله چارې هم ولاړې دي او تر ټولو ستر لامل يې په نهر کې د روانو اوبو شتون دى.

د  ده په خبره ، تر څو چې يادې اوبه نه وي وچې شوې تر هغه دوى په داخل کې کار نه شي کولى، ځکه نهر  وړوکى او اوبه په کې زياتې دي.

هغه زياته کړه: (( موږ څو ځله د کانال له رياست سره خبرې کړي، تر څو نهر وچ کړو، خو هغوى يې په اوس وخت کې د وچولو انکار کړى، ځکه چې سلګونه هکتاره ځمکه بې اوبو پاتې کيږي ، چې دا ډېر ستر تاوان دى.))

انجينر ګل رسول فقير په وينا، دوى ټول هغه کارونه ترسره کړي، کوم چې له اوبو بهر دي او د کانال رياست ورسره ژمنه کړې چې د جدې  مياشتې په پيل کې به اوبه بندې کړي او دوى به خپل کارونه د يوې مياشتې په موده کې بشپړ کړي.

د جلال اباد ګڼ شمېر ښاريان هم نيوکه کوي چې ياد پلونه له څه مودې راهيسې يې کارونه ځنډني  دي او بايد چارواکي د دغو چارو په چټکولو کې جدي اقدامات وکړي.

د اکرام الله په نامه د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د جندرما پله چارې له څو مياشتو راهيسې ولاړې دي او هره ورځ په دې سيمه کې د موټرو د ګڼې ګوڼې له مله لاره بنده وي.

هغه پر چارواکو نيوکه کوي، چې ډېرى مهال د دوى دسستۍ له امله کارونه په نيمه کې پاتې وي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.