Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز په ځانمرګي بريد کې يو پوليس او شپږ څارنوالان  وژل شوي

کندوز، درېيم تعقيب (پژواک ٥ لړم): د کندوز د استيناف څارنوالۍ پر ودانۍ د ځانمرګو بريدګرو ډله ييز بريد له درېيو ساعتونو جګړې وروسته د ٦ څارنوالانو او يوه پوليس په وژل کېدو او د ١١ نورو څارنوالانو په ټپي کېدو سره پاى ته ورسېد.

بريدګر نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه کندوز ښار کې يادې ودانۍ ته داخل شول او د  څارنوالۍ له ساتونکو سره يې جګړه پيل کړه.

د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وايي، چې يوه بريدګر له چاودېدونکو توکو خپل ډک موټر ته د څارنوالۍ دروازې په مخ کې چاودنه ورکړه او له هغه وروسته درې نور بريدګر ودانۍ ته داخل شول.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو بريدګرو د ملي اردو جامې اغوستې وې، چې د دوى له جملې يې درې کسان د ملي امنيت او چټک غبرګون قطعې د پوليسو له لوري ووژل شول.

حسيني زياته کړه، دغه بريد نن مازديګر ٤ بجې پاى ته ورسېد، چې په پايله کې يې ٦ څارنوالان او يو پوليس ووژل شول او له دې پرته ٩ څارنوالان، يو پوليس او يوه مېرمن چې يادې  څارنوالۍ ته د مراجعې لپاره راغلې وه، ټپيان شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول وايي، د څارنوالۍ ودانۍ سوځول شوې او ځينې برخې يې ويجاړې شوې، چې اور وروسته بيا د اطفايې د کارکوونکو له لوري مهار شوى دى.

د کندوز د استيناف څارنوالۍ مشر امرالدين چې د عملياتو له پاى ته رسېدو وروسته د پېښې سيمې ته راغلى، وويل: ” موږ ټول په ادارې  کې و، چې د چاودنې اواز مو واورېد د دفتر انګړ ته راووتو نو ومو ليدل چې لوګي پورته کېدل او بريد کوونکي او ساتونکي له يو بل سره پر نښتې بوخت و.”

هغه وايي، چې د هغه په ګډون ساتونکو له بريدګرو سره شا وخوا نيم ساعت جګړه وکړه او له هغه وروسته چې مهمات خلاص شول، نو ځانونه يې د کړکيو له لارې بهر ته ويستل.

يمين زياته کړه، چې په وژل شويو څارنوالانو کې د څارنوالۍ د برخې يو شمېر مديران هم شامل وو.

د کندوز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر قدوس وايي، چې دغه روغتون  ته درې مړي او درې ټپيان راوړل شوي او همدرانګه دوه مړي او اوه ټپيان په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون وړل شوي دي.

خو هغه زياته کړه، چې دغه لومړني معلومات دي او د دې امکان شته چې مرګ ژوبله نوره هم ډېره شي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوى کسانو پر څارنوالۍ باندې د بريد په ترڅ کې، لسګونه څارنوالانو، مامورينو او ساتونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي، پژواک ته په رالېږل شوي برېښناليک کې ويلي: ” په هېواد په ځانګړي ډول په کندوز کې د طالبانو پر ضد د څارنوالانو له لوري درنې او سختې دوسيې ترتيب کېږي او هڅه کوي، چې طالبان د اوږد عمر په  بند باندې حبس کړي، موږ دغه بريد د انتقام او د نورو څارنوالانو د عبرت په موخه کړى دى.”

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.