چاريکار( پژواک ٦ لړم ٩٣): د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو په ځانمرګى بريد کې يو تن ټپي شو.
د بګرام امنيه قوماندان سمونوال محمدمعصوم فرزه يي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد نن له غرمې وروسته په شاوخوا څلور نيمو بجو د دې ولسوالۍ په نصرو سيمه کې شوى دى.
هغه وايي،بهرني ځواکونه په ياده سيمه کې پلي روان وو، چې يو پلي تن پرې ځانمرګې پرې بريد وکړ.
خو دده په وينا، مخکې له دې چې ځانمرګى بريد وکړي، وپېژندل شو او يادو بهرنيانو پروت وکړ.
د هغه په وينا، له همدې امله د بهرنيو ځواکونو يواځې يو تن ټپي شوى دى.
دى وايي، چې ځانمرګى بريدګر ټوټې، ټوټې شوى دى.
په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
ددى بريد مسووليت وسله وال طالبان پر غاړه اخيستى ده.
دوسله والو طالبانو وياندذبيح الله مجاهد پژواک خبرى آژانس ته وويل چى نن مازيګر٤ بجى دپروان ولايت بګرام ولسوالى قلعه نصرو سيمه کې په هغو امريکايى پلى څواکونو بريدوى چى په کلو او کوڅو کې دګزمى په دود روان وو .
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP