ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د عدليې رياست او لوګر کې د يوه دار الحفاظ ودانۍ جوړې شوې

د خوست د عدليې رياست او لوګر کې د يوه دار الحفاظ ودانۍ جوړې شوې

author avatar
28 Oct 2014 - 17:05
د خوست د عدليې رياست او لوګر کې د يوه دار الحفاظ ودانۍ جوړې شوې
author avatar
28 Oct 2014 - 17:05

خوست، پل علم ( پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : په خوست ښار کې د دې ولايت د عدليې رياست لپاره نوې ودانۍ او په لوګر ولايت کې د يوه دار الحفاظ لپاره ودانۍ جوړې شوې دي.

د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د دې ودانۍ د پرانېستې پرمهال پژواک خبري اژانس وويل، چې ياده ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شوې،پر ۱۳ اداري خونو سربېره، چهارديوالي، د اوبو رسولو سيستم او ځينې نورې اسانتياوې لري.

هغه زياته کړه، چې پر دې ودانۍ د عدليې وزارت له لوري څه باندې ۱۹ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی او د جوړېدو چارې يې په تېر يوه کال کې بشپړې شوې دي.

نعيمي زياته کړه: ((موږ به په دې رياست کې پر مامورينو سربېره د نارينه او ښځينه مراجعينو لپاره د پام وړ اسانتياوې برابرې کړو.))

والي د ځينو هغو رياستونو له مرکزي ادارو څخه، چې خپلې اداري ودانۍ نه لري، په ټينګاره سره غوښتنه وکړه، چې په اداري کمپلکس کې ورته ودانۍ جوړې کړي، څو په پوره اسانۍ سره خلکو ته رغنده خدمات وړاندې کړي.

د عدليې وزارت نه راغلي يوتن انجنيرمحمداصيل قريشي د يادې ودانۍ د کيفيت په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل، چې کارونه يې د پلان او معيار پربنسټ سرته رسېدلي دي.

نوموړي وويل، چې له دې ودانۍ سره به د عدليې رياست په کارونو کې ښه والی راشي او مامورين به يې په ډېره ارامه فضا کې خپلې دفتري چارې مخته بوځي.

د خوست د ولايتي شورا مرستيال جان ميرځاځي په دې ولايت کې د بيارغونې د هرې
پروژې پلي کيدل د ډاډمن امنيت، ښې حکومتوالۍ، د ګټورو پلانونو د جوړېدو او غوره همغږۍ د شتون پايله وبلله.

هغه له حکومتي مامورينو څخه وغوښتل، چې د اسانتياوو په رامنځته کېدو سره خپل کارونه هم په ډېر ښه ډول  تنظيم او په خپل وخت ترسره کړي.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې د خوست عدليې رياست خپل کارونه په ښار کې په يوه کرايي کور کې پرمخ بيول.

ديوه بل خبر له مخې، د لوګر د مرکز پل علم اړوند د عثمانيه دارالحفاظ لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

ددې ولايت د پوهنې رياست وياند شاه پور عرب پژواک اژانس ته وويل چې دغه نوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، ميز او څوکۍ، ۵ غرفې تشنابونه او نورې اړينې اسانتياوې لري.

هغه زياته کړه، چې پر دې ودانۍ شپږ نيم ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او چارې يې په يوه کال کې بشپړې شوې دي.

د عرب په خبره ، چې په دغه دارالحفاظ کې دا مهال ۸ سوه طالب العلمان پر زده کړو بوخت دي، چې د دې ودانۍ له پرانېستو سره ورته خوندي تدريسي چاپيريال برابرشو.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.