غزني ښار(پژواک ۶ لړم ۹۳): د غزني ولايت چارواکي وايې چې په ګيرو ولسوالۍ کې ديوې نښتې په ترڅ کې ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د لړم په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ د شيلې په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي وو.
هغه زياته کړه چې تر دې بريدونو وروسته په رامنځته شويو نښتو کې درې وسله وال وژل شوي او پنځه نور يې ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، په دې نښتو کې يو سيمه ييز پوليس او دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي ، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
ننګ وايي، ملکي وګړي هغه مهال ټپيان شول، کله چې يې پر کور د وسله والو له خوا توغول شوې مرمۍ ولګېده .
د غزني د ولايتي روغتون يوه نوکريوال ډاکټر نورالله پژواک ته وويل چې دوى ته نن سهار وخته درې ټپيان راوړل شوي، چې دوه يې ملکي وګړي او يو پوليس دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.