کندهار ( پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : د برېښنا شرکت چارواکي وايي چې له کجکي بند څخه يې کندهار ښار او لښکرګاه ته د برېښنا غځېدلي مزي بېرته رغولي او د برېښنا جريان فعال شوى دى.
د کجکي او کندهار تر منځ د برېښنا مزي يوه ورځ مخکې د سنګين ولسوالۍ په ساروان کلا سيمه کې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې پرې شوي وو.
په کندهار کې د برېښنا شرکت تجارتي مرستيال امان الله فاروقي د لړم په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مزي تېره شپه د سيمې د مخورو په مرسته بېرته رغول شوي، چې د کندهار ښار تر څنګ د هلمند مرکز لښکرګاه ته هم د برېښنا جريان بېرته پيل شوى.
دى وايي، کله چې دغه مزي پرې کېږي، نو خلک د برېښنا د کمښت له امله له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي او بيا رغول يې د جګړو او ځمکنيو ماينونو له امله سخت وي.
هغه زياته کړه، له کجکي څخه کندهار ته له ١٠ تر ١٢ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي، خو کله چې لين پرې کېږي، نو يواځې له جنراتورونو څخه تولېدېدونکې ١٥ مېګاواټه برېښنا پاتې کېږي، چې ٥ مېګاواټه يې صنعتي پارک او پاتې يې د استوګنې سيمو ته ورکول کېږي، چې په هيڅ توګه بسنه نه کوي.
د نوموړي په وينا، له تېرو درېيو مياشتو راهيسې له کجکي څخه کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي له ٢٥ ځله زيات پرې شوي، چې هغوى هر ځل له ستونزو او ګواښونو سربېره دغه مزي بيرته رغولي او د برېښنا جريان يې فعال کړى دى.
که څه هم کندهار له ١٥٠ تر ١٧٠ مېګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، خو اوس مهال په دې ولايت کې يواځې ٢٧ مېګاواټه برېښنا شته، چې ١٥ مېګاواټه يې د باغ پُل، برېښناکوټ او ښوراندام سيمو له ډېزلي جنراتورونو او له ١٠ تر ١٢ مېګاواټه يې د هلمند له کجکي بند څخه په لاس راځي.