Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زابل کې پر بې اسنادو موټر بندېز ولګېد

کلات ( پژواک، ٦ لړم ٩٣ ) : د زابل امنيتي چارواکي وايي چې د کورنيو چارو وزارت په امر يې په دې ولايت کې د بې پليټه او تورو ښيښو لرونکو موټرو پر وړاندې مبارزه پيل کړې ده .

ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د لړم پر ۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه لړۍ يې له مرکز کلاته پيل کړې او وروسته به يې نورو ولسواليو ته وغځوی.

نوموړي زياته کړه چې په دې اړه هېڅ استثنا وجود نه لري ، پوليس به ټول بې اسناده موټر ودروي او که موټر په هر چا پورې اړه ولري توري ښيښي به يې پاکې شي.

د امنيت امر زياتوي چې څو ورځې وړاندې يې د راډيو او تلوېزيونونو له لارې ددې ولايت اوسېدونکو ته خبر ورکړی و، چې نور بايد له بې اسنادو او تورو ښيښو لرونکو موټرو څخه کار وانخلي.

پر همدې مهال د زابل يو شمېر اوسېدونکي د پوليسو ددې ګام ستاينه کوي ، خو وايي چې که بې اسنادو موټرو ته اسناد ورکړل شي نو ښه به وي.

د کلات ښار اوسېدونکى او د ولايتي شورا کانديد غازي محمد زړګي پژواک اژانس ته وويل  چې په ټول هېواد او په ځانګړې توګه په سوېلي ولايتونو کې د بې اسنادو موټرو شمېر خورا زيات  او مخنيوی يې هم سخت دى .

نوموړی وايي، که دولت يادو موټرو ته اسناد ورکړي، نو له يوې خوا به د خلکو ستونزې هوارې شي او له بله پلوه دولتي عوايد لوړشي .

د کلات يو بل اوسېدونکی عبدالباقي  پر امنيتي ځواکونو ټينګار کوي ، چې بايد په دې پروسه کې د زورواکو او چارواکو لپاره کوم امتياز په نظر کې ونه نيول شي او قانون پر ټولو يو ډول پلی شي

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.