Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

’ديني عالمان بايد د کوکنارو د حرام والي په اړه تبليغ وکړي“

جلال اباد ( پژواک، ٧ لړم ٩٣ ) : د ننګرهار يو شمېر چارواکي وايي چې ديني علماء بايد په جوماتونو کې د کوکنارو د حرام  والي په اړه بيان وکړي تر څو ټول ولسونه اګاه شي، خو ديني عالمان بيا وايي چې حکومت دې په دې برخه کې کلکه مبارزه وکړي.

دغه څرګندونې د لړم په ٧ مه، علماوو او چارواکو په جلال اباد ښار کې ديوې غونډې پر مهال وکړې.

د ننګرهار د نشه يي توکو پر ضد د ادارې مشر ادريس ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن يې د ننګرهار لسګونه ديني علماء په دې موخه راغوښتي چې په جوماتونو کې د کوکنارو د کښت بد ګڼې او د اسلام د دين  له اصولو سره سم د کوکنارو حرام والى بيان کړي.

دى وايي: (( که چېرې ديني علماء موږ سره په حقيقي ډول مرسته وکړي او په جوماتونو کې يې بدي بيان کړي نو ستونزې به هوارې شي.))

د نوموړي په خبره ، چې  په تېر کال کې په ټول ننګرهار کې شاوخوا ١٥ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو، خو دا ځل دوى هڅه کوي چې په يادې شمېرې کې کموالى راولي.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال بيا وايي چې د ننګرهار په هغوى سيمو کې کوکنار کرل کېږي ، په کومو کې چې امنيتي ستونزې موجودې دي.

د نوموړي په خبره ، د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په موخه تر اوسه پورې بنسټيز کار نه دى شوى او که چېرې بنسټيز کار شوى واى، نو اوس به د کوکنارو د کښت کچه ټيټه واى.

ده زياته کړه: ((يو وخت په افغانستان کې کوکنار بند شول، بايد فکر وکړو چې ولې اوس نه بنديږي او د بنديدو اساسي لارې چارې يې څه دي .))

دى  وايي چې ډېرى وخت بزګر له ډېرې غريبۍ نه کوکنار کري او که چېرې د کار زمينه ورته برابره شي او د ژوند د کچې په لوړاوي کې ورسره مرسته وشي ، نو کوکنار بنديدلى شي.

ګرديوال وايي : (( له بده مرغه موږ داسې کومه ځانګړې طرحه او کړنلاره نه لرو او اعتراف کوو چې د کوکنارو د کښت په له منځه وړلو کې پاتې راغلي يو.))

ده زياته کړه چې نوى حکومت بايد د کوکنارو د کښت په له منځه وړلو کې جدي واوسي او داسې يوه طرحه رامنځته کړي، چې بزګر په خپله خوښه کوکنار ونه کري.

ددې ولايت د سولې شورا غړي مولوي مدني پژواک اژانس ته وويل چې په افغانستان کې يواځې نشه يي توکي کوکنار نه دي او حکومت ته په کار دي ، چې دکوکنارو د له منځه وړلو په برخه کې د جدي ګامونو اخيستلو ترڅنګ د شرابو او نورو نشه يي توکو مخنيوى هم وکړي.

دى وايي چې ديني علماء هم بايد د ټولو نشه يي توکو پر ضد تبليغات وکړي او هغه  حرام والى  يې بيان کړي کوم چې د اسلام په مبارک دين کې بيان شوى دى.

مدني زياته کړه : (( په ديني علماو هم غږ کوم چې بايد سره يو شي او په يوه خوله د ټولو نشه يي توکو پر ضد مبارزه وکړي.))

ديني عالم نعيم حقاني پژواک اژانس ته وويل چې دوى به بيا هم د پخوا په څېر د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کوي خو له حکومته غواړي لکه څه ډول يې چې د کوکنارو د مخنيوي په موخه ځينې برنامې په لاره اچولي بايد د شرابو او نورو نشه يي توکو په مخنيوي کې يې هم په لاره واچوي.

هغه زياته کړه : (( که چېرې حکومت کوکنار حرام ګڼي او شراب جايز نو دا غلطه خبره ده بايد د دواړو پر ضد مبارزه وشي.))

ياده دې وي چې په ننګرهار کې د کوکنارو او غنمو د کر وخت رارسيدلى او يو شمېر بزګر سر له  اوسه ګواښيږي چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري، ځکه دوى بهانه کوي چې اقتصادي ستونزې لري او د حل لاره يې د کوکنارو کښت دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.