کندهار ( پژواک ٧ لړم ٩٣ ) : د کندهار د ولايتي شورا يو شمېر ناکام نوماندان د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون نيوکه کوي، چې ډېرى نوماندان يې په نامعلومو رايو او واسطو بريالي اعلان کړي، چې هغوى ولس ته د منلو وړ نه دي.
دغه پاتې نوماندان پرون مازيګر د لړم په ٦مه، په کندهار پريس کلب کې د احتجاج په توګه راغونډ شوي وو.
ددې نوماندانو له ډلې د ډګروال کمال الدين بلوڅ په نوم يوه کانديد وويل چې په برياليو کانديدانو کې ډېر لږ يې د خلکو استازي دي او د هغوى په رايو راغلي، خو ډېرى يې د معاملو پر بنسټ راغلي دي.
هغه په دې برخه کې د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو پر کمېسيونونو نيوکې وکړې چې د يو شمېر کانديدانو لپاره يې درغلۍ کړي او په دې توګه يې د خلکو پر پاکو رايو سوداګري کړې ده.
دى وايي، ډېرى بريالي شوي کانديدان زده کړې نه لري او جعلي تحصيلي اسناد يې جوړ کړي، دغه راز ډېرو بيا په خپلو کمپاينونو کې تر ټاکل شوي حد زيات لګښت وکړ او وروسته يې هم د پيسو په زور ځانونه بريالي کړل.
خو هغه په دې برخه کې د کوم کانديد نوم ياد نه کړ.
د ده په خبره، د درغليو په اړه يې دا او دې ته ورته نور شکايتونه د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون سره ثبت کړي وو، خو هغوى يې د څېړنې لپاره هيڅ اقدام و نه کړ.
يوه بل پاتې کانديد فريد احمد سپاهي هم وايي، چې ډېرى بريالي شوي کانديدان د خلکو په رايو نه، په معاملو او واسطو ولايتي شورا ته لار پيدا کړې ده.
هغه د بېلګې په توګه د ولايتي شورا کانديد حاجي مختار رشيدي ياد کړ، چې په لومړي لېست کې يې د ۱۲۸۶۳ رايو په ګټلو سره نوم د لېست په سر کې راغلى و، خو په وروستي لېست کې ناکام بلل شوى، دغه راز په لومړي لېست کې د سيد احمد په نوم څوک بېخي نه و، خو په وروستي لېست کې د ٩٧٥٦ رايو په لرلو بريالى اعلان شوى.
فريد احمد سپاهي وايي ، د کانديدانو تر منځ دومره لوى توپير دا ښيي چې درغلۍ شوي او دا درغلۍ د ټاکنو کمېسيون کړې دي.
دغه راز يوه بل ناکام کانديد سيد علي شاه اغا وويل چې د ټاکنو کمېسيون يې رايې ورکې کړې دي.
هغه زياته کړه، تر ټاکنو وروسته د هغو لېستونو له مخې چې د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو له خوا ورکړل شوي، د لومړنيو پايلو پر مهال يې شاوخوا ٥ زره رايې لرلې، خو اوس چې وروستۍ پايلې اعلان شوې، د هغه شاوخوا ٢٥٠٠ رايې ورکې شوې دي.
نوموړي پر همدې بنسټ له ولسي جرګې او مشرانو جرګې وغوښتل چې د معترضو کانديدانو اواز واوري او ددې لاره دې برابره کړي چې له دواړو ټاکنيزو کمېسيونونو سره حساب وکړي.
د غونډې په پاى کې د پاتې کانديدانو له ډلې يوه بل کانديد محمد اسماعيل مجروح پرېکړه ليک ولوست چې په کې راغلي و، ډېرى کانديدان په نامعلومو رايو بريالي اعلان شوي چې هغوى ولس ته د منلو نه دي.
دغه راز په پرېکړه ليک يادونه شوې وه چې د ټاکنو کمېسيون د خلکو د پاکو رايو سپکاوى کړى، په کار ده چې ولسي او مشرانو جرګې دغه موضوع وڅېړي او د ټاکنيز کمېسيونونه محاکمې ته راکش کړي، تر څو سلامت او ملامت معلوم شي.
په پرېکړه ليک کې دا هم ويل شوي وو چې که د هغوى غوښتنې و نه منل شي، نو خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي او د ولايتي شورا پر وړاندې به پاتې ټول کانديدان اپوزيسيون جوړوي.
د پاتې کانديدانو د څرګندونو په اړه د ټاکنيزو کمېسيونونو د نظر په اخيستو بريالي نه شوو.
د کندهار د ولايتي شورا لپاره د ٧ ښځو په ګډون شاوخوا ٨٠ تنو ځانونه کانديد کړي وو، چې شل سلنه يې نوي ځوانان او پاتې نور يې د ولايتي شورا پخواني غړي، قومي مشران او مخور وو.
په تېرو دوو دورو کې د کندهار ولايتي شورا د غړيو ټول شمېر ١٥ تنه وو، چې ١١ يې نارينه او ٤ تنه يې ښځې وې، خو اوس دغه شمېره ١٩ تنو ته لوړه شوې، چې ١٥ يې نارينه او ٤ تنه يې ښځې دي.
د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې تر نږدې اوو مياشتو ځنډ وروسته دلړم په درېيمه اعلان شوې، چې يو لړ غبرګونونه يې له ځانه سره لرل.