جلال اباد، ښرنه ( پژواک، ٧ لړم ٩٣ ) : د ننګرهار او پکتيکا ولايتونو د ناامنيو په بېلابېلو پېښو کې ١٧ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيکا ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر نثار احمد عبدالرحيمزي د لړم په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ايتلافي ځواکونو په ګيان ولسوالی کې هوايي بريد کړى دى.
هغه زياته کړه، چې د ګيانې ولسوالۍ د سترګيان په سيمه کې په ترسره شوي بريد کې ديوه سرګروپ په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، وژل شوي وسله وال طالبان د حقاني شبکې غړي وو.
د نوموړي په خبره، په دې بريد کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د سيمې يو اوسېدونکى هم هوايي بريد مني ، خو د تلفاتو په اړه يې ناخبري ښيې.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، تېره شپه د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د چمتلې په سيمه کې عمليات ترسره شوي دي.
د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، ددې عملياتو په ترڅ کې نښته رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.
دى وايي چې په دې عملياتو کې يو عراده کرولا موټر، يو راکټ، دوه د راکټ مرمۍ، يو ميل پيکا او يوه مخابره هم ترلاسه شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د چمتلې په نښته کې ٦ پوليس وژل شوي او دوه ژوبل دي، هغه ديوه طالب وژل کېدل هم ومنل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP