دويم تعقيب ، پل علم (پژواک ١٠ لړم ٩٣): چارواکي وايي چې د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ په ځانمرګي بريد کې ١٤ تنه وژل شوي او ٢٨ نور ټپيان دي.
د موټر بم په وسيله دا ځانمرګى بريد نن د لړم په ١٠مه، شاوخوا ١٢ بجې د يادې ولسوالۍ دکوزې چوترې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو د ګډ مرکز مخې ته رامنځ ته شو.
دلوګر والي نياز محمداميري نن د ورځې ناوخته پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى د وروستيو معلوماتو له مخې په دې بريد کې ١٤ تنه وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په وژل شويو کسانو کې اته د ملي اردو سرتېري ، څلور تنه سيمه ييز پوليس او دوه ملکي وګړي شامل دي.
د والي په وينا، په دې پېښه کې ٢٨ تنه ټپيان شوي چې ٢٠ يې ملکي وګړي، پنځه سيمه ييز پوليس او درې د ملي اردو سرتېري شامل دي.
دى وايي، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم دي، چې ټول کابل ته لېږدول شوي دي.
تر دې مخکې د لوګر ولايت د والي وياند دين محمد دروېش پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې شپږ سيمه ييز پوليس او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ٢٠ ملکي وګړي ټپيان دي.
دروېش زياته کړه، چې په ټپي شوو ملکي وګړو کې درې ماشومان او شپږ ښځې شاملې دي، چې ټول د چورلکې په وسيله کابل ته انتقال شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل، کېدای شي د مړو په شمېر کې زياتوالی راشي، ځکه د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د لوګر د والي وياند همدارنګه وويل، چې د موټربم د چاودنې له امله د کوزې چوترې د کلي درې کورونه او يو جومات هم په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاق زي پژواک ته دغه پېښه تاييد کړه او ويې ويل، د تلفاتو په اړه به تر دقيقو معلوماتو وروسته رسنيو ته پوره جزييات ورکړي.
د سيمې اوسېدونکي وايي، چې چاودنه ډېره زور وره وه او ښايي د مرګ ژوبلې کچه تر ياد شوي شمېر ډېره پورته وي.
وسلوالو طالبانو ددې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى، د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په دې بريد کې درې د ملي اردو افسران او لس سيمه ييز پوليس وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP