جلال اباد، لښکرګاه ( پژواک، ١٠ لړم ٩٣ ) : افغان ګډو ځواکونو په بېلابېلو عملياتو کې ٢٤ شکمن کسان نيولي او درې وسله وال مخالفين يې وژلي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د لړم په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د پوليسو دريزرف عملياتي قطعې او ځانګړو ځواکونو د خوګياڼو ولسوالۍ د ټټنګ په سيمه کې ګډ عمليات ترسره کړي وو.
هغه زياته کړه، چې ددې عملياتو په پايله کې يې له چاودېدونکو توکو ډک ډاډسن موټر ته چاودنه ورکړې او ٢٤ شکمن کسان يې نيولي دي.
نوموړى وايي : (( شکمن اشخاص خو ډېر نيول شوي وو، په دوى کې يو شمېر کسان وسله وال دي ، خو دا به وروسته په ډاګه شي.))
د يو بل خبر له مخې، مشرقيوال زياتوي چې د خوګيانو پوليسو د سرحدي او ملي اردو له ځواکونو سره يو ځای د خوارانو ، شګۍ او دروازګۍ په سيمو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړي چې په پايله کې يې يو وسله وال مخالف وژل شوى، دوه عرادې کرولا ډوله موټر او يو شمېر نور مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
مشرقيوال زياتوي چې د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې يې اوه تنه تورن اشخاص هم د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي ، چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، امنيتي مسوولينو په هلمند کې دبېلابېلو تر سره شويو عملياتوپه ترڅ کې ۲۶ ميله وسلې او لسګونه کړۍ ماينونه نيولي دي.
په دغه ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل چې دغه عمليات دلومړۍ او دويمي لوا له خوا په سنګين او نوزاد ولسواليو کې تر سره شوي دي.
هغه دغه راز زياته کړه، چې د همدې قول اردو د څلورمې لوا له خوا د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سره نښته کړې، چې په ترڅ کې يې دوه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن