مزارشريف (پژواک ١١ لړم۹۳):د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې د محرم الحرام مياشتې په درنښت لسګونو ښاريانو د دغه ولايت په ملکي روغتون کې د وينې ورکولو لړۍ پيل کړه.
د دغه ولايت د ملکي روغتون جراح او د وينې ورکولو د پروسې مسوول ډاکټر محمد شفيق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې دمه له دوی سره ۲۵۰ تنو د عاشورا د نمانځنې په وياړ د وينې ورکولو لپاره نومونه ثبت کړي دي.
نوموړي زياته کړه، دغه لړۍ به د ورځې تر پايه پورې روانه وي او شونې ده چې د وينې ورکونکو شمېر له ۳۰۰ څخه واوړي.
۳۱کلن سيدجان چې د وينې ورکولو لپاره په چپرکټ کې غځېدلی و، پژواک ته وويل، نن د عاشورا په درنښت خپله وينه ورکوي.
ده زياته کړه: ((وياړم، چې په دغه ورځ خپله وينه ورکوم، په همدې ورځو کې امام حسين د اسلام په نامه خپله وينه تويه کړې، زه هم د خپلو افغانانو لپاره په ملکي روغتون کې وينه ذخيره کوم.))
په مزارشريف کې د افغان ماشوم د بنسټ مسوولې مريم کريمي، چې د همدې بنسټ ځينې ناروغ ماشومان يې د وينې اخيستنې لپاره راوستي وو، پژواک ته وويل دوی په تمه دي، چې د ځوانانو د وينې ورکړې روانه لړۍ به د ډېرو ناروغانو ستونزې حل کړي.
نوموړي زياته کړه، د دوی په بنسټ کې زيات شمېر ناروغ ماشومان دي، چې د وينې لپاره اړتيا لري.
د ملکي روغتون جراح ډاکټر محمد شفيق وويل، چې د روغ ځوان لپاره د وينې ورکړه، نه يواځې دا چې زيان نه لري، بلکې د روغتيا لپاره يې ګټوره چاره ده.
نوموړي زياته کړه، چې له تېرو درې کلونو راهيسې د عاشورا په ورځو کې د مزارشريف په ملکي روغتون کې لسګونه ځوانان وينه ورکوي.
د هغه په وينا، دغه وينه د ملکي روغتون د وينې په بانک کې خوندي ساتل کېږي او په بېلا بېلو وختونو کې اړو ناروغانو ته د اړتيا پر مهال ورکول کېږي.