Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي اردو څلور منسوبين د ماين چاودنه کې ووژل شول

کابل(پژواک، ١١ لړم ٩٣): د ملي دفاع وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د ملي اردو د څلورو منسوبينو او درې وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتره نن پژواک خبري اژانس ته په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې په غزني، هلمند او فارياب ولايتونو کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې درې وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٠ نور ژوبل شوي دي.

سرچينه وايي چې دوه نور وسله وال مخالفين نيول شوي، يوه اندازه مهمات ترې تر لاسه شوي او ٢١ کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ شوي دي.

د دفاع وزارت په خبره، ددغو ماينونو د چاودنې له امله د ملي اردو څلور منسوبين هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، د روان کال له پيله تر اوسه د ملي اردو څه باندې ٦٨٠٠ سرتېري او منسوبين وژل شوي دي.

 د دفاع وزارت وياند وايي چې اوسمهال د ملي اردو په مشرۍ د امنيتي ځواکونو ١١ ګډ عمليات د پکتيا ولايت په شواک او ګرده څېړۍ سيمو، د کندوز ولايت په ګورتپه، د خوست په صبريو، د کندهار په غورک، د زابل په ميزان او شينکۍ، د اروزګان په دهراوود، د هلمند په سنګين او واشير، د بدخشان په وردوج او د کابل- جلال اباد په ورېښم تنګي کې دوام لري.

هغه زياته کړه چې ددغو عملياتو له امله وسله والو مخالفينو ته ځاني او مالي درانه زيانونه اوښتي او بېلابېلې سيمې يې له شتون څخه پاکې شوې دي.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.