کندهار ښار (پژواک ١١ لړم ٩٣): د کندهار مرستيال والي، چې د دغه ولايت په پوهنتون کې د يوه بريد په ترڅ کې سخت ټپي شوی و، د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
تر دې مخکې ځايي چارواکو ويلي وو، چې ناپېژاندو وسله والو د والي پر مرستيال عبدالقديم پتيال ډزې کړي او نوموړى سخت ټپي شوى دى.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماخوستن په شاوخوا اووه بجو د کندهار پوهنتون په انګړ کې د دې ولايت پر مرستيال عبدالقديم پتيال ډزې شوې دي.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې نوموړى سخت ټپي شوى دى.
د هغه په وينا، پتيال د درملنې په موخه د ميرويس روغتون ته لېږدول شوى، چې د روغتيايي حالت په اړه به يې وروسته معلومات ورکړي.
ځينې سرچينې بيا د نوموړي د وژنې خبره هم کوي، خو دولتي چارواکو د دې خبرې پخلى نه دى کړى.
د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې نوموړي ساه ورکړې ده.
د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياند تواب غورځنګ هم په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي، چې پتيال ساه ورکړې او د هغه په مړينه يې غمرازي ښودلې ده.