غزني ښار (پژواک ۱٢ لړم ۹۳): د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ پاڅون کوونکو د وسله والو طالبانو پر وړاندې جګړه کې له حکومته د مرستې غوښتنه کړې ده.
پاڅونوال وايي، حکومت دې ورسره هر اړخيزه مرسته وکړي يا دې پاڅونوال د پوليسو په ليکو کې جذب کړي.
د مقر د پاڅون کوونکو قوماندان فيض الله له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د وسله والو پر وړاندې به پاڅون ته دوام ورکړي خو د حکومت مرستو ته اړتيا لري.
نوموړى وايي، د وسله والو پر ضد پاڅون کې يې تر اوسه د کورنۍ څلور غړي وژل شوي خو د ده په وينا، له دې وروسته به هم د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي.
نوموړي وويل: ((حکومت بايد زموږ غم وخوري، مرسته دې راسره وکړي او يا دې هم زموږ سرتېري په دولتي چوکاټ کې داخل کړي.))
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نه مرستې په صورت کې به له پاڅونه لاس واخلي؟ وويل: ((حکومت که مرسته وکړي که يې ونه کړي له پاڅونه لاس نه اخلم خو بايد درک کړي چې موږ مرستو ته اړتيا لرو.))
د ده په خبره، کومې وسلي چې اوس له دوى سره دي له وسله والو طالبانو يې د جګړو پر مهال نيولې دي خو يادونه يې ونه کړه چې په کومو برخو کې مرستو ته اړتيا لري.
د مقر ولسوالۍ د خوزيو سيمې د پاڅون کوونکو قوماندان سيد علي پژواک اژانس ته وويل، له دې وروسته اړتيا ده څو حکومت پاڅون کوونکو ته پاملرنه ډېره کړي.
سيد علي وايي: ((موږ به تر وروستۍ سلګۍ د وسله والو پر وړاندې ولاړ يو خو حکومت بايد د پاڅونوالو لاسنيوى وکړي.))
ده يادونه وکړه چې د وسلو او مهماتو مرسته دې ورسره وشي.
محمدانور هغه سرتېرى دى چې له يونيم کال راهيسې په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې د پاڅون کوونکو په ليکو کې دى.
هغه وويل چې د خپل ولس د ساتلو لپاره يې پاڅون کړى او تر اوسه د هيچا له لوري ورته مرسته او نغدې پيسې يا معاش نه دي ورکړل شوي.
ده وويل: ((دا هر څه موږ د خپل ولس د ساتلو او د الله تعالى د رضا لپاره پيل کړي دي.))
هغه هرکلى وکړ چې مشرانو يې له حکومت د مرستې غوښتنه کړې ده: ((موږ وسلې او نور مهمات نه لرو او که شته هم هغه کم دي خو طالبان ډېر مجهز دي.))
د مقر ولسوالۍ د نمدار سيمې قومي مشر عبدالصمد پژواک اژانس ته وويل چې د پاڅونونو له امله يې په سيمه کې امنيت ښه شوى نو حکومت ته په کار ده چې له پاڅونوالو سره مرسته وکړي.
نوموړي وايي: ((په مقر کې کلونه کېدل چې امنيت نه و؛ خو د پاڅون کوونکو له راپورته کېدو سره اوس دلته ډېر امنيت دى.))
د مقر ولسوالۍ د خوزيو سيمې اوسېدونکي حاجي لعل محمد پژواک ته وويل چې حکومت بايد له پاڅون کوونکو سره مرسته وکړي.
ده وويل: ((پاڅونوال هم کورنۍ لري چې بايد مرستې ورسره وشي. دوى هم د پوليسو په څېر د ولس ساتنه کوي.))
د غزني سرپرست والي موسي خان اکبرزاده مني چې په دغه ولايت کې پاڅون کوونکي مرستو ته اړتيا لري خو يادونه يې وکړه چې په دې اړه يې له مرکزي حکومت سره خبرې کړې دي.
سرپرست والي زياتوي: ((حکومت بايد دغو کسانو ته وسلې ورکړي او يا يې هم په دولتي چوکاټ کې داخل کړي.))
د نوموړي په خبره، په ځينو سيمو کې خلک شکايت کوي او وايي چې د دغو پاڅون کوونکو برخليک بايد معلوم شي.
د غزني په مقر ولسوالۍ د ملي پوليسو د تشکيلاتو تر څنګ ۲۰۰ سيمه ييز پوليس او درې سوه پاڅون کوونکي د امنيت په ساتنه کې فعاله ونډه لري.