ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر بڼوال خپلو مېوو ته بازار غواړي

د لوګر بڼوال خپلو مېوو ته بازار غواړي

author avatar
3 Nov 2014 - 15:26
د لوګر بڼوال خپلو مېوو ته بازار غواړي
author avatar
3 Nov 2014 - 15:26

پل علم (پژواک ١٢ لړم ٩٣): د لوګر د څرخ ولسوالۍ بڼوال وايي چې د ناامنيو له وېرې سوداګر سيمې ته د مېوو د پېرلو لپاره نه ورځي او خپله هم د حاصلاتو د لېږد وسايل نه لري.

په څرخ په ولسوالۍ کې د نورو مېوو تر څنګ د انګورو، مڼو، شفتالو او زردالوو ستر باغونه شته چې مېوې يې د هېواد نورو ولايتونو ته هم وړل کېږي.

د څرخ د شش کلا اوسېدونکى او بڼوال سيد ابراهيم پژواک ته وويل چې سږ کال يې د مېوو حاصلات ښه دي خو د پلور لپاره يې ښه بازار نشته.

هغه وويل: ((پخوا به سوداګر باغونو ته راتلل او زموږ حاصلات به يې اخيستل، سږ کال د ناامنيو له وېرې نه راځي او موږ هم دا وسه نه لرو چې خپل توکي مرکز ته انتقال کړو.))

ده زياته کړه، د انګورو څلور جريبه باغ لري، فصل يې هم ښه دى خو د خرڅلاو بازار يې نشته.

د يادې سيمې يوه بل بڼوال حاجي عبدالله وويل: ((زه په خپله د انګورو شپږ جريبه باغ لرم، د مڼو باغ هم لرم خو تر اوسه د ناامنيو له وېرې سوداګر نه دي راغلي چې پرې ويې پلورم.))

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه حاصلات ولې بازار ته نه شي وړلى؟ وويل: ((دا خو په خروارونو حاصلات دي، بازار ته په وړ يې ډېر لګښت راځي چې د بزګرو په وس کې نه ده.))

د يادې ولسوالۍ يوه بل بڼوال محمدنبي پژواک ته وويل چې باغونه يې رسېدلي خو د پلور لپاره يې بازار نشته.

هغه وويل چې دې ولسوالۍ ته سوداګر د ناامنيو له وېرې نه راځي.

هغه زياته کړه: ((خلکو پر خپلو باغونو ډېر لګښتونه کړي، که حاصلات يې ونه پلورل شي ښايي ډېر تاوانونه وکړي.))

د لوګر د کرنې رياست د بڼوالۍ مدير رفېع الله وويل چې په څرخ ولسوالۍ کې د انګورو، مڼو او زردالانو په ګډون د ډېرو مېوو باغونه شته دي.

ده زياته کړه چې ياد باغونه ډېر ښه حاصلات ورکوي خو د حاصلاتو اندازه يې په ډاګه نه کړه.

نوموړي تاييده کړه چې په ياده ولسوالۍ کې د ناامنيو له امله سوداګر نه شي کولاى څو د باغونو د مېوو د پېرلو لپاره سفر وکړي.

د څرخ ولسوال خليل الله کمال مني چې د يادې ولسوالۍ ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او سږ کال په کې ډېرې نښتې هم وشوې.

ده وويل، په روان کال کې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو فعاليتونه تر خپل وروستي حده وو، چې د خلکو پر ژوند او ورځنيو چارو يې بده اغېزه کړې ده.

ولسوال مني چې د ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې د مېوو باغونه پاخه شوي خو د ده په وينا د حاصلاتو د پېرلو لپاره يې سوداګر نه ورځي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.