کندهار (پژواک ١٢ لړم ٩٣): د کندهار د مرستيال والي جنازه د دغه ولايت د پوهنتون د مشاهرو په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.
عبدالقديم پتيال تېر ماخوستن (د لړم ١١مه) د دغه ولايت په پوهنتون کې د ناپېژانده وسله والو له لوري پر ډزو ووژل شو.
د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د دغه ولايت د سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا په ګډون يو شمېر دولتي چارواکو، فرهنګيانو او د مرحوم کورنۍ برخه لرله.
د کندهار والي توريالي ويسا وويل چې د پتيال د ترور په تړاو يې څېړنې پيل کړې او ولسمشر هم د هغه د وژنې د څرنګوالي لپاره پلاوى ټاکلى دى.
سرپرست والي پتيال يو با احساسه ځوان چارواکى او فرهنګي شخصيت ياد کړ چې په وينا يې د هېواد د ابادۍ او فرهنګ لپاره يې ډېرې هڅې کولې.
ويسا وويل، له دې امله چې پتيال به پوهنتون ته له ځان سره ساتونکي نه دننه کول؛ هغه په ډېرې اسانۍ د پوهنتون په درسي خونه کې په نښه شو.
د نوموړي پلار حاجي سردار د جنازې په مراسمو کې رسنيو ته وويل، له پتيال څخه يې درې اولادونه او يوه مېرمن پاتې شوه.
هغه په ژړغوني غږ وويل: ((زړه ته پر دې تسکين ورکوم چې د محرم په لسمه د رسول الله په کور کې هم غم و او نن زما په کور کې هم غم دى.))
د نوموړي د وژنې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي چې پتيال د دوى د يوه ملګري له لوري پر دزو سره وژل شوى او هغه کس اوس بېرته د طالبانو ليکو ته ستون شوى دى.