Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“رسنۍ دې په سوداګريزو اعلانونو کې د ښځو د څېرو له ښودو ډډه وکړي”

کابل (پژواک ١٢ لړم ٩٣): د اطلاعات او فرهنګ وزارت له  افغان رسنيو غوښتنه وکړه چې په سوداګريزو اعلانونو کې بايد د ښځو څېرې ونه ښيي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې  په اعلانونو کې د ښځو له څېرو ناوړه ګټه پورته کېږي.

سرچينه وايي، چې دغه کار په سوداګريزو اعلانونو کې د ښې بازار موندنې په موخه ترسره کېږي او سيمه ييزې رسنيو ته په کار ده چې پاملرنه ورته وکړي.

ياد وزارت وايي، له ټولو رسنيو يې په جدي توګه غوښتنه کړې چې د داسې اعلانونو له خپرولو ډډه وکړي او د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره وشي.

د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) مشر صديق الله توحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه څه چې د رسنيو په قانون کې وي د هغه ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې رسنۍ په ځانکړې توګه تصويري رسنۍ ٩٠ سلنه خپل عايدات د اعلانونو له درکه پيدا کوي.

نوموړى وايي، چې پر دې ډول اعلانونو يو ځلي بديز کېداى شي رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

د افغان ملي غورځنګ غړي اکبرجان فولاد  له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال د حکومت د  دغه دريځ هرکلى وکړ.

فولاد وايي: ((په رسنيو کې د اعلانونو پر مهال د ښځو ښودل په لرو پرتو سيمو کې غبرګونونه راپاروي؛ خلک فکر کوي چې حکومت مېرمنو ته ډېره ازادي ورکړې. پر دې سربېره وسله وال مخالفين هم له دې څخه د خپلو تبليغاتو لپاره ګټه اخلي.))

هغه وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دې پرېکړې هرکلى کوي او دغه په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان په ګټه کار بولي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.