لښکرګاه-جلال اباد: (پژواک ١٢ لړم ٩٣): د هلمنداو ننګرهار په ولايتونو کې د نښتو پر مهال درې وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند فريداحمد عبيد د لړم په ١٢مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ د حيدراباد په سيمه کې طالبانو د پوليسو پر پوسته بريد وکړ.
هغه زياته کړه چې په ځوابي ډزو کې درې وسله وال طالبان ووژل شول، څلور ټپيان شوي خو پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بلخوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل تېره ورځ ناوخته د نازيانو ولسوالۍ د غزګي په سيمه کې د نښتې پر مهال څلور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې دا نښته هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو د پوليسو پر ګزمه بريد وکړ.
د نوموړي په خبره، پر دې سربېره پوليسو د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د پلټنې پر مهال په يوه کور کې د وسلو زېرمه کشف کړې او نيولې ده.
هغه وويل چې په پلټنو کې يو بې پلېټه کرولا موټر او ډېر شمېر وسلې نيول شوې خو په تړاو يې د کسانو د نيولو يا نه نيولو يادونه ونه کړه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP