Language

“د پتيال د وژل کېدو پېښه دې په جدي توګه وڅېړل شي”

کندهار( پژواک١٣ لړم  ٩٣): د ولسمشر له لوري کندهار ته د غمشريکۍ په موخه له لېږل شوي پلاوي سره په ليدنه کې د مرستيال والي عبدالقديم پتيال د وژل کېدو د پېښې د جدي څېړنې غوښتنه وشوه.

د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال وړمه ورځ ماښام د اوو بجو په شاوخوا کې په کندهار پوهنتون کې په خپل ټولګي کې د درس پر مهال د يوه وسله وال تن  له خوا ووژل شو.

ياد ١٤ کسيز پلاوى نن د لړم په ١٣مه کندهار ولايت ته سفر وکړ او هلته  يې د پتيال له کورنۍ او د کندهار له ولايتي ادارې سره غمشريکي وکړه.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې په راغلي پلاوي کې د ولسمشرۍ د شکاياتو اورېدلو د مرکز مشر اسدالله وفا، د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال، وحيد الله سباوون، د لوګر او خوست ولايتونو قومي مشران او يو شمېر نور چارواکي شامل دي.

هغه زياته کړه دغه پلاوي د کندهار له سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا او د عبدالقديم پتيال د کورنۍ له غړيو سره وليدل.

په دې ليدنه کې اسدالله وفا د پتيال کورنۍ ته د خواشينۍ پيغام وړاندې کړ او له ولايتي ادارې يې وغوښتل چې د ولسمشر له فرمان سره سم دې د هغه کورنۍ ته د استوګنې يوه نمره ځمکه ورکړي.

نوموړي د پتيال له پلار حاجي سردار محمد سره يوه اندازه نغدي مرسته هم وکړه او دغه راز يې ژمنه وکړه چې د پتيال ناچاپ اثار به چاپوي.

د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال د پتيال وژنه يوه لويه حادثه وګڼله او ويې ويل چې هغه د سوېلي حوزې په کچه يو مستعد ليکوال، څېړونکى او شاعر و.

هغه هم وړانديز وکړ چې د پتيال ناچاپ اثار او ليکنې دې راټولې او چاپ شي.

د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري د ولسمشر د دې اقدام ستاينه وکړه چې د غمشريکۍ په موخه يې يو لوړ رتبه پلاوى کندهار ته راولېږه.

خو هغه غوښتنه وکړه چې د پتيال د وژلو کېدو د پېښې په اړه دې په دقيقه او جدي توګه څېړنه وکړي.

هغه دا يوه دردوونکې پېښه وګڼله او ويې ويل چې د پتيال کورنۍ او د کندهار اوسېدونکي به هغه وخت ارام تر لاسه کړي، چې د پېښې دقيقه څېړنه وشي، قاتلين په ګوته شي او سخته سزا ورکړل شي.

د کندهار سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا له راغلي پلاوي څخه د مننې تر څنګ د پتيال پر وژل کېدو ژوره خواشين وښودله.

هغه زياته کړه، پتيال يو غوره ليکوال او څېړونکى و، د هغه تشه به تر ډېره وخته محسوسه وي او  هغه په خپله کاري موده کې د کندهار د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.

والي ژمنه وکړه چې د پتيال د کورنۍ لپاره به د استوګنې لپاره د ځمکې او د هغه د ناچاپو اثارو د چاپ غم خوري.

ولسمشر اشرف غني د پتيال د وژل کېدو د پېښې د څېړنې په موخه د جنرال سالم احساس په مشرۍ يو پلاوى هم ټاکلى او هغوى ته يې دنده ورکړې  چې کندهار ته سفر وکړي او دغه پېښه له نژدې وڅېړي.

خو د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، چې دغه پلاوى تر اوسه کندهار ته نه دى ر سېدلى.

بل خوا د کندهار پوليسو هم د پېښې په اړه د هغوى له خوا د شوې پلټنې په اړه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړي او نه يې هم د پېښې په تړاو څوک نيولي دي.

Related Topics