اسعد اباد ( پژواک، ١٣ لړم ٩٣ ) : د کونړ چارواکي وايي چې پر دې ولايت د پاکستانيو ځواکونو په بريدونو کې دوه ښځې ټپيانې شوې دي.
د کونړ والي شجاع الملک جلاله د لړم په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستانيو ځواکونو له تېرې شپې راهيسې پر دې ولايت ١٧ فيره توغندي توغولي دي.
هغه زياته کړه، چې دا توغندي ددانګام ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې لګيدلي ، چې له امله يې دوه ښځې ټپيانې شوې دي.
والي وايي چې ددې ترڅنګ د خلکو يو شمېر څاروي هم له منځه تللي او ورته مالي زيانونه اوښتي دي.
د يادونې ده،چې د سږ کال له پيل راهيسې دکونړ پر سرحدي ولسواليو په ورته بريدونو کې ١١ تنه وژل شوي، ٦٠ تنه ټپيان، ٣٢ کورونه ويجاړ شوي، ٣٠٠ څاروي له منځه تللي او ٤٥٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن