جلال اباد ( پژواک، ١٣ لړم ٩٣ ) : چارواکي وايي چې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې يې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې پنځه وسله وال وژلي او سل مشکوک کسان يې نيولي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د لړم په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته دوه بجې د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د غزو په سيمه کې ګډو افغان او ايساف ځواکونو جګړه ييز عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې د وسله والو جسدونه په سيمه کې پاتې دي ، وسلې يې امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلې دي.
دى وايي، عمليات لا هم دوام لري چې تر دې مهاله يې سل مشکوک کسان هم نيولي او ولسوالۍ ته يې د څېړنو لپاره استولي، تر څو وسله وال اشخاص يې معلوم شي.
د ده په خبره ، چې په يادو نيولو شويو کسانو کې يې يو شمېر وسله وال هم موجود دي ، خو دا به له څېړنو وروسته په ډاګه شي.
د سيمې اوسېدونکي الفت پژواک اژانس ته وويل چې د تېرې شپې په عملياتو کې يو شمېر بزګر هم نيول شوي، چې دا مهال د سيمې يو شمېر قومي مشران يې د خلاصون په موخه ولسوالۍ ته تللي دي.
د ده په خبره، چې لا هم د غزو او شاوخوا سيمو کې امنيتي ځواکونه موجود دي او يو شمېر کورونه تالاشي کوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ياد عمليات تاييدوي، خو زياتوي چې د ګډو ځواکونو له خوا ټول نيول شوي سل تنه ملکي وګړي دي.
ياده دې وي چې چپرهار د ننګرهار يو له هغه ناامنو ولسواليو څخه ده، چې د وسله والو فعاليت په کې له يو شمېر ولسواليو څخه زيات دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP