Language

د سيمه ييزو پوليسو د اصلاح او وړتياوو لوړولو په موخه سيمينار جوړ شو

کندهار (پژواک ١٤ لړم ٩٣): په کندهار کې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې د اصلاحاتو او د هغوى د ستونزو د هواري په موخه يو ورځنى سيمينار جوړ شو.

په دې سمينار کې چې د ملي پوليسو د ٤٠٤ ميوند زون په قوماندانۍ کې جوړ شوى و، د سيمه ييزو پوليسو عمومي قومندان پاسوال علي شاه احمدزي، د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق، يو شمېر ولسوالانو، د سيمه ييزو پوليسو مسوولينو، قومي مشرانو او نورو برخه لرله.

د سيمه ييزو پوليسو عمومي قومندان پاسوال علي شاه احمدزي وويل، چې د جوړ شوي يوه ورځني سيمينار اصلي موخه دا ده، چې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې اصلاحات راشي، ستونزې يې حل او وړتياوې يې لوړې شي.

هغه د سيمه ييزو پوليسو ستاينه وکړه او زياته يې کړه، هغوى په کليو او بانډو کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې په کمو امکاناتو د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ولاړ دي.

خو نوموړي په عين حال کې د سيمه ييزو پوليسو پر ښوونه او روزنه ټينګار وکړ او له هغوى يې غوښتنه وکړه، چې د سيمې له اوسېدونکو سره دې غوره چلند کوي او خپلې دندې دې په رښتينولۍ تر سره کوي.

هغه ژمنه وکړه، چې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې به اصلاحات راولي، وړتياوې به يې لوړوي او د هغوى ستونزې به هواروي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وويل، چې د ملي او سيمه ييزو پوليسو تر منځ کوم توپير نشته او دواړه د خپل هېواد او خلکو د ساتنې لپاره کار کوي.

هغه په پرتليزه توګه د تېر په پرتله د سيمه ييزو پوليسو اوسنى حالت ښه وګاڼه او ويې ويل، چې تل يې د هغوى د ستونزو د هواري او تقويې لپاره هڅې کړې دي.

نوموړي هم له پوليسو د ښه چلند غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د امنيت راوستلو په لاره کې تر ټولو مهم ګام د خلکو د زړونو لاسته راوړل دي.

بل خوا سيمه ييز پوليس او مسوولين يې وايي، نه يې يواځې تنخواګانې کمې او په ځنډ ورته رسېږي، بلکې تجهيزات او وسايل يې هم کم دي.

د ژيړۍ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يوه مشر حاجي صالح پژواک خبري اژانس ته وويل، اوسمهال سيمه ييز پوليس په ډېر کړاو د خپلو سيمو او خلکو ساتنه کوي، په داسې حال کې چې هم يې جنګي وسايل کم دي او هم يې معاش کم او پر وخت نه ورکول کېږي.

نوموړي له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د سيمه ييزو پوليسو روزنې ته د پاملرنې تر څنګ د هغوى معاشاتو او تجهيزاتو ته هم پام وکړي.

دا مهال د کندهار په ١١ ولسواليو کې شاوخوا ٢٥٠٠ سيمه ييز پوليس په دندو بوخت دي، چې د وسله والو د فعاليتونو مخه يې نيولې ده، خو په ځينو مواردو کې يې له چال چلند څخه شکايت هم کېږي.

Related Topics