کابل ( پژواک، ١٤ لړم ٩٣ ) : د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د قران کريم ١٥٥ تنو حافظانو ته په کابل کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د فراغت سندونه ورکړل شول.
دغه مراسم چې د لړم په ١٤مه، د سعودي عربستان د قران کريم د حفظ د نړيوال سازمان د کابل دفتر له خوا په لاره اچول شوي وو، په کې د ولسي جرګې يو شمېر غړو، علماوو، قومي مشرانو او د حافظاتو د کورنيو غړيو برخه اخيستې وه.
د ياد بنسټ مشر قاري نور زمان شرافت پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادو کسانو په کابل، پروان، لوګر ، ميدان وردګ او يو شمېر نورو ولايتونو کې ددوى له خوا د قران کريم د حفظ په جوړ شويو مدرسو کې د قران کريم حفظ ترسره کړى وو.
هغه زياته کړه، دوى به هڅه وکړي چې په راتلونکي کې د هېواد په نورو برخو کې د قران کريم د حفظ دا ډول مدرسې جوړې کړي او حافظانو ته په دې برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.
د ولسې جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد، حافظانو ته د مبارکۍ ورکولو تر څنګ هغوی ته يادونه وکړه چې په قران عمل وکړي او نورو ته يې ورسوي.
نوموړي زياته کړه چې مدرسو افراطيت نه دى زېږولى، بلکې مدرسې د وحدت او عدالت لپاره کار کړی دی.
مولوي شاهد وويل چې د قران کريم له امله الله تعالى ځينو قومونو ته درناوى ورکړى او ځينې نور يې ذليله کړي او د خپل قران ساتنه د قاريانو په وسيله کوي.
د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو د کمېسيون مرستيال خليل احمد شهيد زاده د قران کريم حافظانو ته په خطاب کې وويل چې اسلامي امت پر تاسو وياړي، چې په حساسو شرايطو کې مو خپلې زده کړې سرته رسولې دي.
هغه له عالمانو او قومي مشرانو څخه وغوښتل ، تر څو په قران د عمل او د قراني پوهې د خپراوي لپاره کار وکړي.
د پروان د ولايتي شورا مرستيال قاري عبيدالله قاري زاده هم د قران کريم حافظانو ته د مبارکۍ ورکول تر څنګ په ډاګه کړه، چې د وخت په تېرېدلو سره دې خپل مسووليتونه له ياده نه باسي او پر قران کريم دې عمل وکړي.
ديني عالم مولوي عبدالسلام عابد په خپله وينا کې وويل چې د ټولو بدبختيو سرچينه جهل او ناداني ده او پر دې يې خوښي څرګنده کړه، چې نن ١٥٠ تنه د قران کريم حافظانو ته د فضيلت دستار تړل کېږي .
د هغه په وينا، کوم انسان چې علم ونه لري، اقتصاد يې خراب او په ټولنيز ژوند کې هم له ستونزو سره مخ وي.
نوموړي وويل، يواځينى څيز چې په هېواد کې امنيت تامينولى شي هغه د قران کريم په اصولو عمل کول دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP