مزارشريف (پژواک، ١٤ لړم ٩٣): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، د ولسي پوليسو پر مټ د خلکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د پراته واټن د له منځه وړلو هڅې کوي.
د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالرحمان رحيمي د لړم په ۱۴مه، د ولسي پوليسو د پراختيايي پلانونو د ملاتړ په موخه، د دوه ورځني سيمينار په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوليسو اصلي څېره بايد ولس ته روښانه کړای شي.
نوموړي زياته کړه، له وسله والو طالبانو سره د مبارزې له امله پوليس اړ شوي، چې د جګړې په ليکو کې پاتې شي او د بشري خدمت تصوير يې تت شي.
د هغه په وينا، پوليس دنده لري، چې د جنايي جرمونو مخنيوى وکړي او د خلکو خدمتګار پاتې شي.
رحيمي وويل، په همدې موخه له تېر يو نيم کال څخه په بلخ ولايت کې ولسي پوليس رامنځ ته شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې ولسي پوليس د کليو له قومي مشرانو، ملا امامانو او د ښوونځيو له ښوونکو جوړ دي، چې پرته له وسلې د خلکو ترمنځ د امنيت د ټينګښت په موخه کار کوي.
د بلخ ولايت د ولسي پوليسو مدير سمونوال مير حسين پژواک ته وويل، چې د ولسي پوليسو له منځ ته راتګ سره په بلخ ولايت کې د امنيت په برخه کې خورا پرمختګ شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې دوی په هرو پنځلسو ورځو کې په جوماتونو او ښوونځيو کې د خلکو د عامه پوهاوي په موخه ناستې کوي.
د هغه په وينا، ولسي پوليس خلکو ته په ډاګه کوي چې څه ډول د مشکوکوکسانو او کړنو په حالت کې له امنيتي ځواکونو سره له کومې لارې مرسته وکړي.
د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد دين پژواک ته وويل، چې د ولسي پوليسو له لارې عامو خلکو ته د امنيت د ټينګښت په برخه کې د مرستې کولو زمينه برابره شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د پوليسو د ۱۱۹ شمېرې له لارې وخت ناوخته د مشکوکو کړنو په حال کې له امنيتي ځواکونو سره په اړيکه کې کېږي.
د هغه په وينا، دوی د خپلو مرستو اغېز ليدلی او ترې خوښ دي.
د بلخ امنيه قوماندان پاسوال رحيمي وويل، چې د ولسي پوليسو په مرسته د ۱۱۹ شمېرې له لارې يې د ۲۲۱ بېلا بېلو پېښو مخنيوی کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو پېښو کې ۱۲۷ د سړک غاړې د ماينونو پېښې دي، چې د وسله والو مخالفينو له خوا ځای پر ځای شوي وو، خو دوی د ولسي پوليسو په مرسته د عامو خلکو له لارې له منځه وړي دي.
له همدې لارې يې د نشه يي توکو د قاچاق د ۶۷ پېښو مخنيوی کړی او د ۲۷ پلان شويو پېښو، لکه انسان تښتونې، په امنيتي پوستو بريد او د داسې نورو پېښو مخنيوی کړی دی.